۰
معصوم ستانکزی:

په افغانستان کې روانه جګړه د سیمې د استخباراتو پروژه ده

سه شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۶
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي، په هېواد کې اوسنۍ روانه جګړه د سیمې د استخباراتو پروژې دي، چې د خپلو ګټو له پاره یې په لار اچولې.
په افغانستان کې روانه جګړه د سیمې د استخباراتو پروژه ده
د افغانستان
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه« زموږ ډېر ځوانان په دې نوم چې د اسلام نه دفاع کوو؛ جهاد کوو غلط کړل، ديني علما وژني، قومي مشران وژني بیا پر ځان د دولت اسلامي نوم ږدي دا څوک دي؟ دا ټول استخباراتي جنګونه دي؛ نه جهاد شته اونه اصلاح شته.»
د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي، په هېواد کې اوسنۍ روانه جګړه د سیمې د استخباراتو پروژې دي، چې د خپلو ګټو له پاره یې په لار اچولې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې تېره ورځ ننګرهار ته تر سفر وروسته د دغه ولایت چارواکو او د سیمې خلکو ته د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې خلکو ته وویل چې د سیمې استخبارات د اسلام له نامه څخه په ګټې اخیستنې ځوانان جګړې ته هڅوي او جنګوي یې.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه« زموږ ډېر ځوانان
د دفاع وزارت سرپرست خلکو ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونه به د دوی امنیت خوندي کړي او په ورته وخت کې یې پر امنیتي چارواکو غږ وکړ، چې د ولس تر څنګ ودرېږي او د ولس په مشوره کارونه تر سره کړي.
په دې نوم چې د اسلام نه دفاع کوو؛ جهاد کوو غلط کړل، ديني علما وژني، قومي مشران وژني بیا پر ځان د دولت اسلامي نوم ږدي دا څوک دي؟ دا ټول استخباراتي جنګونه دي؛ نه جهاد شته اونه اصلاح شته.»
د دفاع وزارت سرپرست خلکو ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونه به د دوی امنیت خوندي کړي او په ورته وخت کې یې پر امنیتي چارواکو غږ وکړ، چې د ولس تر څنګ ودرېږي او د ولس په مشوره کارونه تر سره کړي.
په دغه غونده
ښاغلي حیات وویل« دوی نه عالم پيژني، نه سپین ږیری پيژني، نه ځوان پيژني، نه جومات پيژني او نه مدرسه پيژني بس یو تعلیم يې اخیستی چې حلالول؛ د وحشت خپرول او زه مطمين یم چې نن کوټ ولسوالۍ کې دوی ته کوم ځواب ورکړل شوی دا ډول ځواب به په نورو ولسوالیو کې هم ورکول کېږي.»
کې د ننګرهار والي حیات الله حیات د وسله والو له ظلمونو یادوه وکړه او ویې ویل، چې دغه وسله وال په سیمه کې د وحشت او ظلم له خپرولو پرته نور څه نه پېژني.
ښاغلي حیات وویل« دوی نه عالم پيژني، نه سپین ږیری پيژني، نه ځوان پيژني، نه جومات پيژني او نه مدرسه پيژني بس یو تعلیم يې اخیستی چې حلالول؛ د وحشت خپرول او زه مطمين یم چې نن کوټ ولسوالۍ کې دوی ته کوم ځواب ورکړل شوی دا ډول ځواب به په نورو ولسوالیو کې هم ورکول کېږي.»
نوموړي په ورته وخت کې د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ټولې محلي ادارې به سر له سبا بېرته فعالې شي او کوم مامور چې غیر حاضري
په دغه غونده کې قومي مشرانو حکومت ته ډاډ ورکړ، چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره به اوږه په اوږه درېږي، خو په ورته وخت کې یې له حکومت نه غوښتنه وکړه، چې دوی یوازې پرېنږدي او د وسله والو پر وړاندې مرسته ورسره وکړي.
وکړه منفک به شي.

باید وویل شي د افغانستان دفاع وزارت سرپرست په داسې حال کې ننګرهار ته سفر کوي، چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې خلک د داعش او طالبانو له ظلمونو تر پورې راغلي دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین