۰

ولسمشر غني د پاکستان له صدراعظم سره ټيليفوني خبرې کړې دي

سه شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۷
ولسمشر اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف سره ټیلیفوني خبرې کړې او د بډه بېرې برید یې غندلی دی.
ولسمشر غني د پاکستان له صدراعظم سره ټيليفوني خبرې کړې دي
ولسمشر اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف سره ټیلیفوني خبرې کړې او د بډه بېرې برید یې غندلی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې که څه هم ارګ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان ملي راډیو وايي ولسمشر غني پرون نواز شریف ته تلفون کړی او د پېښور برید یې غندلی دی.
د پاکستان ملي رادیو زیاته کړې، چې ولسمشر غني نواز شریف سره د خبرو پر مهال یو ځل بیا په ډاګه کړې چې افغانستان به هیڅکله خپله خاوره د پاکستان خلاف ونه کاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د بډه بېرې د پېښې په اړه ادعا کړې، چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی او دوی به په دې اړه افغان حکومت ته شواهد وسپاري.
خو افغان حکومت په وار وار دا خبره په کلکه رد کړې، او ویلي یې دي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ یوه هېواد پر ضد ونکارول شي او نه هم چا ته اجازه ورکوي.
باید وویل شي، چې د پېښو په بډه بېره هوايي اډه څو ورځې وړاندې ډلیز وسله وال برید وشو، چې د امنیتي کسانو په ګډون ۶۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین