۰

لندن کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو

سه شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۴۰
سلګونو افغانانو او بلوڅانو د انګلستان په پلازمېنه لندن ښار کې د پاکستان پر ضد لاريون وکړ.
لندن کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو
سلګونو افغانانو او بلوڅانو د انګلستان په پلازمېنه لندن ښار کې د پاکستان پر ضد لاريون وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لاريون پرون له غرمې وروسته په لندن کې د پاکستان سفارت مخې ته وشو.
په لاريون کې سلګونو افغانانو او بلوڅانو برخه اخيستې او د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول.
لاريون کوونکو په خپلو شعارونو پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړو تورنول او له نړيوالو يې غوښتل چې پر پاکستان فشار تر څو په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي او د ترهګرو له تمویل او تجهیزه لاس واخلي.
دوی پر نړیوالې ټولنې دا غږ هم وکړ، چې په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه دي او دا مرکزونه نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ له پاره خطر دي.
باید وویل شي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان پر لاسوهنې او له دې امله چې دغه هېواد په افغانستان کې د ناامنۍ ستر لامل دی، یو ځل وړاندې هم افغانانو لاریون کړی وو.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین