د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي نذیر خروټی د اروزګان لپاره د والي په توګه ټاکل شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې یدې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی خروټی د سیمه ییزه اروګانونو ادارې په وړاندیز او د ولسمشر په تایید د اروزګان والي ټاکل شوی.
سرچینې زیاته کړې چې خروټی لوړې زده کړې کړي او په حکومتوالۍ کې پراخه تجربه لری.
باید وویل شی، چې تر دې وړاندې امان الله تیموري د اروزګان والي وو.
جمهورآژانس:کابل