۰

کندهار کې چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سه شنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۷:۲۴
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د یوې بمي چاودنې له امله د یوه ماشوم په کډون درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د یوې بمي چاودنې له امله د یوه ماشوم په کډون درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د صالحانو د ویالې پر غاړه رامنځ ته شوې.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وایي، ماین د ویالې د غاړې په وښو کې ځای پر ځای شوی و، چې ولسي وګړي یې قرباني شول.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې یو ماشوم او یو نارینه وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.
خپلواک وايي، ټپي ماشوم روغتون ته لېږدول شوی او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
د چاودنې مسؤولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم د یوې بمي چاودنې له امله دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهور آژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین