۰

کندهار کې ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۸
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۲ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې ۲۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲۲ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کندهار مطبوعاتي دفتر زیاتوي، چې دغه عملیات له تېرو دوه ورځو راهیسې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې په لار اچول شوي وو، چې تېره ورځ پای ته ورسېدل.
له دغه مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي د دې عملیاتو پر مهال د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې ۸ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼې زیاتې کړې، چې د سره بغل په سیمه کې وسله والو پلان درلود بریدونه تر سره کړي، خو افغان ځواکونو یې له وړاندې په اړه معلومات تر لاسه او مخینوی یې وکړ.
سرچینه وايي، په دې عملیاتو کې یو شمېر ماینونه هم له افغان ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړای شوي دي.
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین