۰

د کندهار په موټر بم ځانمرګي برید کې ۳ تنه ټپیان شول

يکشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۹
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د شوي موټر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې دوه پولیس او یو ولسي وګړی ټپیان شوي دي.
د کندهار په موټر بم ځانمرګي برید کې ۳ تنه ټپیان شول
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د شوي موټر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې دوه پولیس او یو ولسي وګړی ټپیان شوي دي.
عیني شاهدان او د کندهار چارواکي زیاتوي، چې برید نن غرمه ۱۲ بجې د دغه ولایت هوايي ډګر ته نېږدې  د دامان ولسوالۍ د ترنک پله پر امنیتي پوسته تر سره شوی.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې بريد د سرپ موټر په وسيله شوى او مخکې له دې چې بريدګر موټر هدف ته ورسوي د پوليسو له لوري پرې ډزې شوې
ویل کېږي، چې د پېښې له ځایه درې تنه ټپیان چې دوه په کې پولیس دي د کندهار د هوايي ډګر نظامي روغتون ته ور وړل شوي دي.
دي.
نوموړى زیاتوي، چې په برید کې دوه تنه ملي پوليس او پر لاره يو تېريدونکى ولسي وګړى ټپیان شوي دي.
بل خوا يوې امنيتي سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې په دې برید کې څلور تنه ملي پوليس، يو تن ملکي وګړى او يو تن بهرنى سرتېرى ټپيان شوي دي.
دغه سرچينه وايې چې د کندهار نړيوال هوايې ډګر ته ور نژدي دغه امنيتي پوستي ته بهرنيان راغلي وه چې پري بريد تر سره شو.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او د یو شمېر کورنیو او بهرنیو سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار په کنړ ولایت کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله تر ۲۰ تنو زیات ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین