۰

کنړ کې چاودنې۲۸ ولسي وګړي ټپیان کړل

يکشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۳
روغتيايي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې تر ۲۸ تنه ولسي وګړي ټپیان شول.
کنړ کې چاودنې۲۸ ولسي وګړي ټپیان کړل
روغتيايي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې تر ۲۸ تنه ولسي وګړي ټپیان شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د کنړ ولایت د مرکز اسدآباد په سبزۍ منډيي کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځ ته شوې ده.
دپېښې عیني شاهدان هم وايي، چې چاودنه په برېښنایي بکسه کې د یو ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې ده.
دکونړ دعامې روغتیا رییس ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسد الله فضلي وايي د پېښې له ځایه ورته ۲۸ تنه ټپیان وروړل شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د ماین چاودنو له امله ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین