چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په لوګر ولایت کې یو تن دیني عالم مولوي نظر ګل په ډزو سره وژلی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د لوګر په مرکز پل علم کې رامنځ ته شوې ده.
د لوګر د والي ویاند محمد سلیم صالح وایي، نامعلومه وسله والو کسانو مولوي نظر ګل له کور څخه را ایستلی او ځای پر ځای یې وژلی دی.
د هغه په خبره مولوي نظر ګل یوازې دیني عالم و، او بل هېڅ دنده یې نه درلوده.
د والي ویاند زیاتوي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
تر اوسه د دغه وژنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا یوازې لوګر نه دی، چې دیني عالمان په کې وژل کېږي، بلکې د تېرو څو کلونو په موده کې په سلګونو دیني عالمان او قومي مخور د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي.
جمهور آژآنس:لوګر