۰

ننګرهار کې د داعش پنځه غړي وژل شوي

يکشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۲
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
ننګرهار کې د داعش پنځه غړي وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه داعشي وسله وال تېره ورځ د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول حضرت حسین مشرقیوال وايي، افغان ځواکونو تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې پیل کړي، چې د ترهګرو تر پاکولو پورې به دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په تازه پیل شویو عملیاتو کې د قوماندان بختیار په ګډون د داعش ۵ وسله وال وژل شوي دي او عملیات لا هم روان دي.
په ننګرهار کې د داعش د وسله والو د وژل کېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د سیمې خلک وايي، د داعش له فعالیتونو تر پوزې راغلي دي.
دوی وايي، داعش ۷ زره کلدارې جزیه ترې غواړي، د خلکو سرونه پرې کوي، مالونه یې چوروي او زندانونه یې جوړ کړي دي.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین