۰
رویټرز:

ښايي طالبان په دوه برخو و وېشل شي

يکشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۰
رویټر خبري آژآنس وايي، د طالبانو تر منځ د مشر ټاکلو خبرې ناکامې شوې او ښايي دغه ډله په دوه برخو و وېشل شي.
ښايي طالبان په دوه برخو و وېشل شي
رویټر خبري آژآنس وايي، د طالبانو تر منځ د مشر ټاکلو خبرې ناکامې شوې او ښايي دغه ډله په دوه برخو و وېشل شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه آژآنس د طالبانو د نوي مشر ملا اختر منصور د مخالفې ډلې د ویاند ملا عبدالمنان نیازي له خولې
ملا عبدالمنان نیازي دغه آژآنس ته ویلي« موږ دوې مياشتې ملا منصور ته انتظار وکړ چې په وضعيت ځان پوه کړي او د مشرتابه له مقام څخه لاس واخلي؛ پرې دې ږدي چې د طالبانو عالي شورا نوى مشر د رايو پر اساس وټاکي؛ خو دى په دې کار کې ناکام شو.»
ویلي، چې دوی او ملا اختر محمد منصور تر منځ خبرې ناکامې شوې دي.
ملا عبدالمنان نیازي دغه آژآنس ته ویلي« موږ دوې مياشتې ملا منصور ته انتظار وکړ چې په وضعيت ځان پوه کړي او د مشرتابه له مقام څخه لاس واخلي؛ پرې دې ږدي چې د طالبانو عالي شورا نوى مشر د رايو پر اساس وټاکي؛ خو دى په دې کار کې ناکام شو.»
ښاغلي نيازي دا هم ويلي، چې د طالبانو ناراض قوماندان به د ملا اختر محمد منصور پر ډله بريدونه نه کوي؛ بلکې دوى به هم په افغانستان کې پر افغان حکومت او بهرنيو متحدانو خپل بريدونه تنظيموي.
باید وویل شي، چې د طالبانو د مشر پر سر اختلاف هغه مهال رامنځ ته شو، چې د ملا محمد عمر د مرګ تر خبر وروسته یو شمېر طالب مشرانو ملا اختر محمد منصور د طالبانو د تحریک د مشر په توګه وټاکه.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین