۰
ميرزاخان:

په شمالي هلمند کې د طالبانو جنګي ماشين له منځه وړل شوی

يکشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۱
د هلمند والي میرزا خان رحیمي وايي، افغان ځواکونو په شمالي هلمند کې د طالبانو پلانونه شنډ کړي او هغوی ته یې ګڼه مرګ ژوبله ور اړولې ده.
په شمالي هلمند کې د طالبانو جنګي ماشين له منځه وړل شوی
د هلمند والي میرزا خان رحیمي وايي، افغان ځواکونو په شمالي هلمند کې د طالبانو پلانونه شنډ کړي او هغوی ته یې ګڼه مرګ ژوبله ور اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رحیمي وايي، په شمالي هلمند کې له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال لږ تر لږه ۲۰۰ وسله وال وژل، چې ۱۵۰ یې په موسی کلا او ۵۰ نور یې په کجکي کې وژل شوي دي.
ښاغلي رحیمي په کجکي کې د څلورو امنيتي سرتېرو د وژل کېدو او ١٢ تنو نورو د ټپي کېدو پخلى هم وکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان ځواکونه توانېدلي نه یوازې په دغه سیمو کې جګړه کنټرول کړي بلکې یادې سیمې یې له وسله والو پاکې کړې دي.
والي وايي افغان ځواکونو دې وسله والو هغه ډلې له منځه وړې، چې موسی کلا ولسوالي یې په واک کې وه او دا مهال د ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سیمې له وسله والو پاکې شوې دي.
د هلمند والي تېره ورځ د يوي خبري غونډي پر مهال خبريالانو ته وويل چې په موسى کلا ولسوالۍ کې يې د عملياتو په ترڅ کې د سري قطعي په نوم د وسله والو طالبانو جنګي قطعه له منځه وړي.
میرزاخان رحیمي وايي، چې دا مهال چې په کجکي کې امنيتي وضعيت ښه دى خو ځينې تهديدونه لا هم پر ځاى پاته دى او د سيمې له وګړو یې وغوښتل، چې د وسله والو طالبانو له ملاتړ او همکارى څخه لاس واخلي.
. د هلمند والي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي، د سولې له پروسې سره یو ځای او د خپل هېواد په جوړولو کې برخه واخلي.
باید وویل شي، چې د هلمند موسی کلا ولسوالۍ څه موده وړاندې وسله والو له یوې سختې جګړې وروسته ونیوله، خو افغان ځواکونه ډېر ژر وتوانېدل، چې دغه ولسوالي بېرته له وسله والو پاکه او ونیسي.
جمهور آژآنس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین