۰

لغمان کې ۱۸۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

يکشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۱۴
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې ۱۸۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې او د برېښنا امریت په چوکاټ کې برېښنا ورکړل شوه.
لغمان کې ۱۸۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې ۱۸۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې او د برېښنا امریت په چوکاټ کې برېښنا ورکړل شوه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دې سترې پروژې د پټۍ پرېکولو او عملي پیل مراسم د لغمان د والي عبدالجبار نعیمي، د برېښنا شبکې، ولایتي چارواکو، قومي مشرانو او د یادو کورنیو له خوا تر سره شول.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي ١٨٠٠ کورونو ته د برېښنا د شبکې پراختيا د یاد ولايت په پرمختګ او روښنايۍ کې يو غوره ګام وباله چې په وینا یې د ولس له غوښتنې سره سم پورته کېږي.
نوموړي وويل چې د برېښنا په دغه شبکه باندې (١٨) ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او په وینا یې په نېږدې راتلونکې کې به ٤٠٠٠ نورو کورونو ته برېښنا ورکړل شي.
په ورته وخت کې ښاغلي نعمي دا هم وویل هڅه به
نوموړي وويل چې د برېښنا په دغه شبکه باندې (١٨) ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او په وینا یې په نېږدې راتلونکې کې به ٤٠٠٠ نورو کورونو ته برېښنا ورکړل شي.
وشي، چې د برښنا شرکت امريت د رياست بست ته ا رتقا وکړي، ترڅو يې تشکيلات پراخه او په مستقله توګه د دې ولايت ستونزې هوارې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د لغمان هر کلي او کور ته د برېښنا رسيدل د دغه ولايت د ټولو ولسونو يوه تاريخي هيله ده چې ولايتي اداره به همدغې هيلې او غوښتنې ته د رسيدګۍ په خاطر کار وکړي او په دې لاره کې به خپلې هځې ونه سپموي.
په همد مهال د برېښنا شرکت د امريت امر د خپلو وويل چې ١٨٠٠ کورونو ته د برېښنا د شبکې پراختيا د ولايت مقام د سل ورځني پلان د تطبيق په اساس پراختيا مومي.
د هغه په وینا د برېښنا شبکې څلور ترانسفارمرونه يې د مرکز اړوند ډپى، ګلکارى، ماشه خيل او دهزيارت په کليو کې د برېښنا شرکت په مالي تمويل سره نصب کړي چې (٦٠٠) کورونو ته به برېښنا ورکوي.
ده وویل چې څلور نور ترانسفارمرونه يې د قرغيو ولسوالۍ د قلع ګداد،قلع سرفرازخان،قلع قاضي او کوز سرخکانو په کليو کې نصب کړې دي چې (١٢٠٠) کورونو ته به برېښنا ورکوي.
د برېښنا شرکت د چارواکو په خبره چې د دغه پروژې بودجه يې د ملي پيوستون د پروګرام لخوا ورکړل شوې ده.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین