۰

طالبانو په غزني کې ۱۰۰ تنه عام وګړي برمته کړي

شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۰۰
رپوټونه وايي، وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې ۱۰۰ تنه عام وګړي برمته او نا معلوم لوري ته وړي دي.
طالبانو په غزني کې ۱۰۰ تنه عام وګړي برمته کړي
رپوټونه وايي، وسله والو طالبانو په غزني ولایت کې ۱۰۰ تنه عام وګړي برمته او نا معلوم لوري ته وړي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د غزني سیمه ییز چارواکي هم د پېښې پخلی کوي او وايي دغه پېښه نن سهار د غزني په اندړو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د رپوټونو پر بنسټ ویل کېږي وسله والو طالبانو لارې نیولې وه او خلک یې له موټرو ښکته کول او نا معلوم لوري ته یې ویل.
دا هم ویل کېږي، چې دغه کسان د اندړو د خانیه کلا اوسېدونکي وو، او
دا هم ویل کېږي، چې دغه کسان د اندړو د خانیه کلا اوسېدونکي وو، او د طالبانو قوماندان حمزه د یادې کلا د کلیوالو ۱۰ موټر هم تښتولي دي.
د طالبانو قوماندان حمزه د یادې کلا د کلیوالو ۱۰ موټر هم تښتولي دي.
رپوټونه زیاتوي، چې بېول شوي زیاتره ځوانان او سپین ږيري دي او طالبانو د دې له پاره یرغمل کړي، چې ولې یې د کورنیو غړي په سیمه ییزه پولیسو کې شامل شوي.
د اندړ ولسوال قاسم خان دیسي وال پېښه تایید کړې او وايي په دې اړه د اطلاع له ورسېدو وروسته پولیس سیمې ته واستول شول خو طالبان تښتېدلي وو.
دیسي وال وايي چې د طالبانو له لوري د تښتول شویو کسانو شمېر لا ورته څرګند نه دی خو په دې اړه تحقیقات کوي.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
اندړ هغه ولسوالي ده، چې د لومړي ځل له پاره په کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون وشو، او ویل کېږي، تر اوسه پورې ۵۰۰ تنه په کې د وسله والو له خوا وژل شوي.
جمهورآژآنس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین