سیمه ییز چارواکي وايي، په زابل ولایت کې د یوه نامعلوم برید په ترڅ کې ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوي او درې لا درکه شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېر ماښام د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ارغنداب ولسوال مهمند نصرتیار وايي، په دغه پېښه کې ۷ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي او درې نور لا درکه شوي دي.
د هغه په وینا د پېښې د پلټنې له پاره پلاوی سیمې ته تللی تر څو معلومه کړي، چې دغه پولیس د لادرکه شویو پولیسو له خوا وژل شوي او که د وسله والو له خوا وژل شوي او درې پولیس یې له ځان سره وړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کې هم یو امنیتي سرتېري خپل پنځه ملګري وژلي و خو دغه قاتل سرتېری په بدخشان ولایت کې ونیول شو.
جمهور آژآنس:زابل