۰
خواجه اصف:

د افغانستان له ثباته پرته په پاکستان او سیمه کې امن نشي راتلای

شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۲۸
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، تر هغې چې په افغانستان کې امنیت او ثبات نه وي راغلی پاکستان او سیمه به ناامنه وي.
د افغانستان له ثباته پرته په پاکستان او سیمه کې امن نشي راتلای
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، تر هغې چې په افغانستان کې امنیت او ثبات نه وي راغلی پاکستان او سیمه به ناامنه وي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پاکستان دفاع وزیر دغه څرګندونې تېره ورځ له هغې وروسته وکړې، چې د پېښور په بډه بېره کې د پاکستان د هوايي ځواک په یوې اډې د پاکستاني طالبانو له خوا برید وشو.
د دغه برید چې مسؤولیت یې پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستی، د امنیتي کسانو په کډون ۳۰ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
که څه هم د دغه برید مسؤولیت
د هغه په وینا پاکستان په خپله خاوره کې هغه ترهګر چې د افغانستان دښمنان دي خپله موخه ګرځوي او ځپلي یې دي، اما افغانستان په دې برخه کې غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی، خو د پاکستان پوځ تور پورې کړی، چې دغه برید په افغانستان کې پلان شوی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم د پاکستان له جیو نیوز ټلوېزیون سره په خبرو تور پورې کړی، چې افغانستان د ترهګرۍ سره په مبارزه کې صادق نه دی.
نوموړي ویلي، چې پاکستان د ترهګرو د ځپلو په موخه خپله اراده ښودلې، خو افغانستان له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې خپله اراده نه ده ښودلې.
د هغه په وینا پاکستان په خپله خاوره کې هغه ترهګر چې د افغانستان دښمنان دي خپله موخه ګرځوي او ځپلي یې دي، اما افغانستان په دې برخه کې غبرګون نه دی ښودلی.
که څه هم افغان چارواکو تر اوسه د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې پر پاکستان نیوکه کړې، چې د ترهګرۍ سره په مبارزه او د افغانستان د سولې په برخه کې صادق نه دی.
جمهورآژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین