۰

کندهار کې درې پولیس وژل شوي

شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۶
چارواکي وايي، وسله والو په کندهار ولایت کې پر امنیتي پوستو حملې کړې، چې له امله یې څلورو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې درې پولیس وژل شوي
چارواکي وايي، وسله والو په کندهار ولایت کې پر امنیتي پوستو حملې کړې، چې له امله یې څلورو تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، وسله والو تېره شپه د کندهار په خاکرېز او میوند ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د خاکرېز ولسوالۍ په حاجي کل سیمه کې پر امنیتي پوسته په شوي برید کې دوه تنه ملي پولیس وژل شوي دي.
دی زیاتوي، چې په دغه جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د شمېر په اړه یې معلومات نه لري.
دغه راز خپلواک وايي چې د میوند ولسوالۍ په کلان کېچه سیمه کې د سیمه ييزو پولیسو پر پوسته په شوي برید کې بیا یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپی شوی دی.
د هغه په خبره په دې برید کې هم وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو د دواړو بریدونو پخلی او د ګڼو پولیسو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
جمهور آژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین