۰

امریکا، پاکستان ته د افغان طالبانو پر ضد جګړې له پاره ۳۳۶ میلیون ډالر ورکړي

چهارشنبه ۷ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۳۴
پاکستاني رسنۍ وايي، امریکا د افغان طالبانو پر ضد د جګړې د رول په خاطر پاکستان ته ۳۳۶ میلیونه ډالره ورکړي دي.
امریکا، پاکستان ته د افغان طالبانو پر ضد جګړې له پاره ۳۳۶ میلیون ډالر ورکړي
پاکستاني رسنۍ وايي، امریکا د افغان طالبانو پر ضد د جګړې د رول په خاطر پاکستان ته ۳۳۶ میلیونه ډالره ورکړي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پاکستان مرکزي بانک سټېټ بانک وايي، د امریکا د دې مرستې له کبله د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمه ۱۹ ملیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.
دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ايتلاف د ملاتړ پروګرام پر اساس یې ۳۳۶ ملیونه او ۸ لکه ډالر ترلاسه
دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ايتلاف د ملاتړ پروګرام پر اساس یې ۳۳۶ ملیونه او ۸ لکه ډالر ترلاسه کړي.
کړي.
سرچینې زیاته کړې، چې دا د روان مالي کال، چې د ۲۰۱۶ کال په جون کې پای ته رسېږي، د یو نیم ملیارد ډالري مرستې لومړۍ برخه ده.
په ورته وخت کې پاکستان دي نیوز ورځپاڼې ویلي، چې پاکستان لا هم امریکا ته د مالي مرستو په بدل کې خپلې هوايي اډې او نور امکانات ورکوي.
د دغه ورپاڼې د راپور له مخې پاکستان له پیله تراوسه پوري د ايتلاف د ملاتړ د پروګرام له مخې ۱۳ ملیارد ډالره ترلاسه کړي دي.
باید وویل شي، چې پاکستان ته د ايتلاف د ملاتړ بسپنه (Coalition Support Fund) په ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته له دې پیل شوه چې دغه هیواد په افغانستان کې د القاعده او طالبانو ضد ايتلاف کې شامل شو.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین