۰

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اماراتو ته ماته ورکړه

شنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۲۶
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اماراتو ته ماته ورکړه
د نړیوال ۲۰۱۶ کرکټ کپ غواروي سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې خپله دوهمه بریا هم تر لاسه او د اماراتو ملي لوبډلې ته یې سخته ماته ورکړه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د ۲۰۱۶ کال د کرکټ نړیوالو سیالیو د غواروي لوبې د روانې میلادي میاشتې په ۹ مهه نېټه په ایرلینډ او سکاټلنډ کې پیل شوي، چې په کې ۱۲ لوبډلې برخه اخلي.
افغانستان په بي ګروپ کې دی، چې لومړی سیالي یې د تېرې پنشنبې به ورځ له نیدرلنډ ملي لوبډلې وګټله او دوهم یې تېره ورځ له اماراتو وګټله.
له امارتو سره په سیالي کې د دې لوبډلې مشر پچه یا ټاس وګاټه او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۵ منډې وکړې او افغانستان ته یې ۱۶۶ هدف وټاکه.
که څه هم دغه هدف ډېر لوړ هدف و، خو افغان توپ وهونکو له پیله بریدیزه لوبه پیل کړه او هغه مهال چې په دریم اور کې د افغانستان منډې ۴۲ وې نوروزمنګل خپله ویکټه له لاسه ورکړه.
د نوروز له سوځېدو وروسته د ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکي محمد شهزاد په زړه پورې لوبه وکړه او په ۳۷ توپونو یې ۷۴ منډې وکړې.
د شهزاد له سوځېدو وروسته د لوبډلې مشر اصغر ستانکزی او سمیع الله شنواری تر اخره پورې ودرېدل، او په داسې حال کې چې څه کم درې اوره لوبه لا پاتې وې، ټاکلې هدف ته ځان ورساوه او له اماراتو یې بریا خپله کړهږ
تېره ورځ د توپ اچونې په برخه کې حمید حسن دوه، میرویس اشرف دوه او محمد نبي یو امارتي لوبغاړي وسوځول او یو هم د میرویس اشرف له خوا رن اوټ شو.
د توپ وهنې په برخه کې نوروزمنګل، په ۱۳ توپونو ۱۵ منډ، شهزاد په ۳۷ توپونو ۷۴ منډې، اصغر ستانکزي په ۳۱ توپونو ۴۴ مندې او سمیع الله شنواري په ۲۳ توپونو منډې وکړې.
باید وویل شي، چې افغانستان سبا دریمه لوبه له کوربه هېواد سکاټلېنډ سره لري.
جمهور آژآنس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین