۰
ولسمشر غني:

نور د زورواکانو وخت پای ته رسېدلی

چهارشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۰۶
افغان ولسمشر محمد اشرف په کندهار ولایت کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني ټولنو غړو او ولایتي چارواکو سره د کتنې پر مهال وویل چې نور په هېواد کې د زورواکانو وخت پای ته رسېدلی او حکومت به مخه ونیسي.
نور د زورواکانو وخت پای ته رسېدلی
افغان ولسمشر محمد اشرف په کندهار ولایت کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني ټولنو غړو او ولایتي چارواکو سره د کتنې پر مهال وویل چې نور په هېواد کې د زورواکانو وخت پای ته رسېدلی او حکومت به مخه ونیسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني تېره ورځ د یو شمېر مخورو، د اطلاعاتو او کلتور او کورنيو چارو له وزيرانو، د بهرنيو چارو د وزارت له مرستيال او ځينو نورو جګپوړو دولتي چارواکو سره کندهار ته تللی و.
د کندهار قومي مشرانو او مخورو له ولسمشر غني سره په کتنه کې په خپل ولایت کې له اداري فساد، د پوهنې او برېښنا رياستونو د ناغېړيو او په عدلي
ښاغلي غني د قومي مشرانو په ځواب کې وویل« نور د زورورو وخت پای ته رسېدلی او په دغه ولايت کې له والي پرته، بل څوک د پرېکړي حق نه لري.»
او قضايي اورګانونو کې د ستونزو شکایت وکړ.
قومي مشرانو له ولسمشره غوښتنه وکړه چې په کندهار کې د هغو زورورو مخه ونيسي چې د بشپړ ولايت چارې يې ګډې وډې کړې دي.
ښاغلي غني د قومي مشرانو په ځواب کې وویل« نور د زورورو وخت پای ته رسېدلی او په دغه ولايت کې له والي پرته، بل څوک د پرېکړي حق نه لري.»
ولسمشر دا هم وویل، چې د دغه ولايت په اداره کې به پراخ اصلاحات راولي او په هر ډول چې وي د فساد مخه به ونيسي.
بل خوا ولسمشر محمد اشرف غني د کندهار له ځوانانو هم وکتل او هغوی ته یې وویل چې د سکالرشیپونو د ورکولو په شیوه کې به بدلون راولي.
ولسمشر وویل«نور به د نومرو د فیصدي پر اساس نه بلکې د ازموینې له لارې بورس یا سکالرشیپ ورکول کېږي.»
په ورته وخت کې د کندهار والي هم د خپلو خبرو پر مهال د دغه ولايت په ځينو ادارو کې د ستونزو يادونه وکړه، خو ډاډ يې ورکړ چې د دغو ستونزو د ختمولو هڅه کوي.
جمهورآژآنس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین