۰

خوست او زابل کې چاودنو ۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

دوشنبه ۷ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۱۳
چارواکي وايي، په خوست او زابل ولایتونو کې د چاودنو له امله ۸ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
خوست او زابل کې چاودنو ۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
چارواکي وايي، په خوست او زابل ولایتونو کې د چاودنو له امله ۸ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن سهار او تېره ورځ مازیګر مهال رامنځ ته شوې دي.
لومړی نن سهار د خوست ولایت د ولایتي شورا مخې ته دوه غبرګې چاودنې شوې، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.
د خوست ولایت مقام نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه چاودنې د ولایتي شورا دفتر مخې ته د ځای پر ځای شویو چاوېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې، چې له امله یې د ولایتي شورا درې تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.
سرچینه وايي په لومړی چاودنه کې زیان نه دی اوښتی، خو کله چې پولیس سیمې ته ورغلي دوهم چاودنه شوې او درې پولیس ساتونکي یې ټپیان کړي، چې د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.
تر اوسه د دغه چاودنو مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
بل پلو د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې په یوه کور کې چاودنه شوې، چې له امله یې پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیوري ولسوالس امنیه قوماندان همایون ګلزار وايي پېښه په اور ګده سیمه کې په یوه کور کې د ننه د بم له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
همايون ګلزار زیاتوي، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې تر څو اصلي لامل معلوم کړي.
جمهورآژانس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین