۰

اروزګان کې د کابلبانک منیجر و وژل شو

يکشنبه ۶ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۳۴
راپورونه وايي، په اروزګان ولایت کې د کابلبانک منیجر عبدالجبار د نامعلومه وسله والو کسانو په ډوز و وژل شو.
اروزګان کې د کابلبانک منیجر و وژل شو
راپورونه وايي، په اروزګان ولایت کې د کابلبانک منیجر عبدالجبار د نامعلومه وسله والو کسانو په ډوز و وژل شو.
د جمهورآژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې رامنځ ته شوې ده.
د رپوټونو پر بنسټ عبدالجبار کار ته روان و، چې د نامعلومه وسله والو له لروي پرې ډزې وشوې او سخت ټپي شو.
ویل کېږي، عبدالجبار تر ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړې، خو تر اوسه کومې ډلې د دې مسؤولیت نه دی اخستی او نه هم حکومتي چارواکو په دې اړه څه ویلي.
په اروزګان کې دغه پېښه پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې په همدې تېره شپه د اروزګان سرپرست امنیه قوماندان ګلاب خان وردګ هم په مرموز ډول وژل شوی وو.
جمهورآژآنس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین