۰

نورستان کې ېوې ۱۸ کلنې پېغلې ځان ملي اردو ته تسلیم کړی

شنبه ۹ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۰
نورستان کې ېوې ۱۸ کلنې پېغلې ځان ملي اردو ته تسلیم کړی

په خیتځ کې د افغان پوځ وايي په نورستان ولایت کې یوې ۱۸ کلنې پېغلې خپل ځان او له یوه طالب څخه تر لاسه کړی ټوپک ملي اردو ځواکونو ته سپارلی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه تېر ماښام د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د تیتن کلي کې رامنځ ته شوې ده.
په ختیځ کې د۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ډګروال محمد نعمان وايي، دغه پېغلې د طالبانو له وېرې خپل کور پریښی او د خپل ژوند د خوندیتوب په خاطر یې ځان د ملي اردو یوه ټولي ته تسلیم کړی دی.
هغه وايي، د ګل مین په نامه د دغه پېغلې کور ته به هره ورځ وسله وال طالبان ورتلل او غوښتل یې، چې له ځانونو سره یې ملګرې کړي.
نوموړی زیاتوي، چې دا پېغله اوس مهال په لغمان ولایت کې د یوه قومي په کور کې ساتل کېږي او وروسته به په دې اړه تصمیم نیول کېږي، چې چېرته وساتل شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژآنس
معروف سادات:ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین