۰

ولسمشر غني ځان وژني!

دوشنبه ۱ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۱
ولسمشر غني ځان وژني!

لیکوال : امان الله اماني
ولسمشر غني واک ته په رسېدو سره ټولو افغانانو ته معلومه دي چې په هېواد کې د ناامني پېښې ډېرې شوې دي هره ورځ د رسنیو څخه لیدل او اورېدل کېږي چې په پلاني ځای کې دومره تنه او په پلاني ځای کې دومره تنه عام او بې ګناه افغانان و وژل شول. افغان دولت دا ډول پېښو پړه په ګاونډيو هېوادونو ور اچوي او وايي چې افغان دولت په خپلو پښو درېدو ته نه پرېږدي او غواړي چې زموږ ملي اوردو او پوليس... له منځه ولاړ شي او يو ډول بې نظمي را منځ ته شي تر څو د تل لپاره افغان دولت د پرمختګ په لور قدم وانه خلي . ځکه دا ډول بریدونه پلان وي . د دولت داسمه خبره دی تر يوحده يي ورسره منو. ولې سل په سله نه، ځکه چې په زیاتره ځایونو کې عام افغانان د امنيتي ځواکونو د بې غوری او خپلو دندو ته د نه پاملرنې له امله وژل کېږي.
په هېواد کې د ننه وروستیو پېښو وښودله چې بې ګناه افغانان د امنيتي ځواکونو له امله ښکار شول. د پکتیکا د يحيا خېلو په ولسوالی کې چې د افغانانو د عام وژنې پېښه رامنځ ته شوه. د امنيتي ځواکونه شتون د دې لامل شو ځکه د لوبې نندارې ته ناست ول. دوی خپل شوق پوره کولو چې په پايله کې يي تر شپيتو زیات بې ګناه افغانان ووژل شول. امنيتي ځواکونه بیدون له رخصت څخه څلورویشته ساعته دنده لري چې په خپله قومنداني یا موظف کړل شوي ځای کې پاتې شي. دوی ته د دې اجازه نشته چې د مزو اوچړچو په موخه دې، ښارونو او دلوبو کولوځایونوته ولاړ شي. ځکه چې مخالفینوهدف امنيتي ځواکونه دي هغه که د لوبو په میدان کې وي او که د ښار په منځ کې، همدې ته ورته پيښې څه موده وړاندې د کندهار او هلمند په ولایتونو کې هم رامنځ ته شوې وې. چې د سپیو جنګولو په ميدان کې زموږ امنیتي ځواکونو شتون درلود چې د دوی له امله په لس ګونه بې ګناه افغانان و وژل شول. همدا ډول ځېنې امنيتي ځواکونه د شخصي سودا کولو په موخه د قومندانیو څخه ښارونو ته راوځي د ځان سره رینجرموټر او یو څو سربازان هم راولي چې په ښار کې ګرځي راګرځي د دوی د بې غوري نه په ګټه اخیستو سره د دوی مخالفین په موټر او یا د دوی د حرکت په مسیر چادیدونکي توکي ځای پر ځای کړي د انفجار په صورت د دوی څخه څو چنده زيات بې ګناه افغانان ووژل شي. دا ټولې هغه درد وونکي پيښې دي چې په سلو کې دیرش سلنه زموږ د امنيتي ځواکونو د خپلو مسولیتونو ته د نه پاملرنې او بې غوري له امله رامنځ ته کیږي چې ترې مسلمانان په تیره بیا افغانان زیات ځوریږي.
همدارنګه ولسمشر محمد اشرف غني هم ورته ډول کړنې ترسره کوي. کله کله د کابل ولایت کوچنیو ادارو ته د ښار په مختلفو سیمو کې په عادي ډول تګ او راتګ کوي او کله د کابل ښار فروشګاه سیمې ته راوځې او د خلکو سره له نږدې لیده او کاته کوي تر څو ستونزې او نیمګړتیاوې ورته معلومې شي دا هغه کړنې دي چې په دې سره د ولسمشر سره مینه د خلکو په زړونو کې پيداکېږي. چې نوموړی به يي په همدې موخه تر سره کوي. او یا خو د اسلام ستر خلیفه حضرت عمر رضی الله تعالی تقلید کوي چې هغه به د خپل خلافت په دوران کې د خلکو په کورونو او کوڅو کې ګرځیده تر څو د ملت د احوال نه ځان خبر کړي. په هغه وخت کې همدغه طریقه د ټولو وسیلو نه يوه غوره او ښه لاره وه. ځکه چې رسنی نه وې او د پیغام لیږدولو وسایل ډېر پيچلې او مغلق وو. ولې هغه شرایط او اوسنې شرايط بیا په ځانګړي ډول په افغانستان کې ډېر سره توپير لري. هره ورځ په لسګونه د نا امني پيښې رامنځ ته کېږي چې له امله یې ګڼ شمېر بې ګناه افغانان وژل کېږي . ولسمشرغني که غواړي د ملت حال او ستونزو څخه ځان خبر کړي نو په هېواد کې د ننه په لس ګونه چاپي، تصویري، غږیزې او الکترونیکي رسنۍ شتون لري او د ځان خبرولو تر ټولو ښې وسیلې دي د دې تر څنګ مشاورينو او د خلکو له استازو څخه پوښتنې ګروېږنې يوه بله ښه لاره دی چې په وسیله يې د ملت له ستونزو او مشکلاتو څخه ځان خبرولی شي. کنه نو خدای مه کړه يو ورځ به په غني پسې هم د بې ګناه افغانان په منځ کې د پکتيکا د یحیا خېلو په شان حمله وشي. چې افغانان به د ولسمشر په ګډون ګڼ شمېربې ګناه وروڼه له لاسه ورکړي. که چېرته د ولسمشر غني د ځان ښودنې او نمایش په عرض دا ډول کړنې کوي نوهمدې لارې نه دې کار واخلې. ولې زما په نظر د کمپاین او د ځان ښودنې وخت نه دی افغانستان عملي کار کولو ته اړتیا لري ولسمشر دې دا هېواد لدې ځورېدلي او نړېدلي حالت څخه راوباسي دا هغه څه دي چې په نمایش نه بلکې په عملي کارکولو سره کېږي.
زما په نظر چې د ولسمشر تر څنګ ټول امنيتي ځواکونه دې د عامو او افغانانو په منځ کې دتګ او راتګ بند کړي او هغو پروګرامونو کې چې په د دولت پورې تړاو نه لري برخه نه اخلي. تر ډېره حده به د عامو بې ګناه افغانانو د مرګ ژوبلې مخه نيول شوې وي .

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *


Pakistan
ماشااللہ ڈیرشہ بایدھمداسیوسی اوکہ داسی وہ نہ سی نو یوار بیابہ زموژ ھواد د بدمرغی پہ لور روانسی
پربازدیدترین