۰
ولسمسشرغني:

افغانان باید په خپلو کې د فکر او عمل یو والی ولري

دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۷
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې په هېواد کې د روانو ناخوالو او ستونزو څخه د راوتلو غوره لار د افغانانو تر منځ د فکر او عمل یو والی دی.
افغانان باید په خپلو کې د فکر او عمل یو والی ولري

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې په هېواد کې د روانو ناخوالو او ستونزو څخه د راوتلو غوره لار د افغانانو تر منځ د فکر او عمل یو والی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن په ارګ کې د مشرانو جرګې له یو شمېر غړو سره د کتنې پر مهال وکړې.
د مشرنو جرګې د مرستیال محمد علم

ښاغلي غني د سناتورانو د خبرو له اورېدو وروسته وویل،«په هېواد کې د اوږدې جګړې دوام موږ دوام موږ ته غم، فساد او بې عدالتي په میراث را پرې ایښې ده»
ایزدیار په مشرۍ سناتورانو لومړی د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو په ولسوالۍ کې د پروني ځان مرګي تروریستي برید وژل شويو ته دعا او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا غوښتننه وکړه.
جرګې غړو په خپلو خبرو کې د امنیت، پوهنې، لوړ زده کړو، برېښنا، روغتیایي خدمتونو، د اوبو د بندونو اوسړکونو په برخه کې د خپلو اړوندو ولایتونو ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړې.
دوی له ښاغلي غني وغوښتل چې د هېواد په کچه د کرنې پراختیا، د دیني مدرسو جوړولو، د داخلي بې ځایه سویو کورنیو، معیوبینو او د کوچیانو د حالت ښه والي ته پاملرنه وکړي.
ښاغلي غني د سناتورانو د خبرو له اورېدو وروسته
نوموړي وویل«د افغانستان خلکو په ما باور کړی او زه یې دغه مقام ته رسولی یم چې د هېواد په اوسني وضعیت کې ښه والی راولم خو په هېواد کې موجودې ستونزې او ناخوالې دومره ډېرې دي چې نه شو کولای په یو ځل او یا په لڼد مهال کې هغو ته د پای ټکی کېږدو موږ باید لومړی خپل هدفونه مشخص او بیا د هغو د عملي کولو لپاره لازم وسایل ولرو چې له بده مرغه زموږ بنیادي ستونزه دا ده چې موږ د خپلو ستونزو د حل لپاره لازم وسایل نه لرو.»
وویل،«په هېواد کې د اوږدې جګړې دوام موږ دوام موږ ته غم، فساد او بې عدالتي په میراث را پرې ایښې ده»
ولسمشر وویل، چې د دغه ستونزو او ناخوالو د له منځه وړلو له پاره افغانان ته په خپلو کې د فکر او عمل د یووالی اړتیا ده او د ملي وحدت حکومت به د فکر او عمل د یووالي یوه ښه بېلګه و اوسي.
نوموړي وویل«د افغانستان خلکو په ما باور کړی او زه یې دغه مقام ته رسولی یم چې د هېواد په اوسني وضعیت کې ښه والی راولم خو په هېواد کې موجودې ستونزې او ناخوالې دومره ډېرې دي چې نه شو کولای په یو ځل او یا په لڼد مهال کې هغو ته د پای ټکی کېږدو موږ باید لومړی خپل هدفونه مشخص او بیا د هغو د عملي کولو لپاره لازم وسایل ولرو چې له بده مرغه زموږ بنیادي ستونزه دا ده چې موږ د خپلو ستونزو د حل لپاره لازم وسایل نه لرو.»
ښاغلي غني سناتورانو ته په خپلو خبرو کې وویل«ستاسو او د ټول افغان ولس له همکارۍ پرته نه شو کولای په ستونزو بریالي سو، خپلې سلا مشورې په دوامدار ډول را سره شریکې کړی ترڅو په هېواد د کتنې وړ بدلونونه رامنځته کړو.»
باید وویل شي، چې ولسمشر د مشرانو جرګې له غړو سره له دغې مشورتې غونډې وروسته به په راتلونکو غونډوکې له هغوی سره د عملي سویو اقداماتو په اړه خبرې وکړي.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین