۰

په راکېټي برید کې ۶ ولسي وګړي ټپيان شول

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۲۴
امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د ولسي وګړو په موټر د توغندي د لګېدو له امله ۶ تنه ولسي وګړي ټپیان شول.
په راکېټي برید کې ۶ ولسي وګړي ټپيان شول

امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې د ولسي وګړو په موټر د توغندي د لګېدو له امله ۶ تنه ولسي وګړي ټپیان شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د کنړ ولایت مرکز اسعد آباد ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.
د کونړ ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب وايي، چې د وسله والو له لوري توغول شوی توغندی په یوه موټر لګېدلی او شپږ تنه په کې ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د کنړ د پوهنې رییس سید جمال الدین حسني وايي، چې په ټپیانو کې درې تنه د ښوونځي زده کوونکي دي.
دی وایي، د یو تن ټپي شاګر زخمونه ډېر ژور وو، چې له همدې امله یې ساه ورکړې ده.

خو ترا وسه وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی، چې په کنړ ولایت کې د توغندي د لګېدو له امله ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړوي، بلکې له دې وړندې هم ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.
جمهور آژآنس
معروف سادات: ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین