۰

وسله وال طالبان وايي ملا محمد عمر ژوندی دی

پنجشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۴
وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنیت وروستۍ څرګندونې رد او وايي، چې مشر یې ملا محمد عمر ژوندی دی.
وسله وال طالبان وايي ملا محمد عمر ژوندی دی

 وسله والو طالبانو د افغانستان د ملي امنیت وروستۍ څرګندونې رد او وايي، چې مشر یې ملا محمد عمر ژوندی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي تېره ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې په د طالبانو ګڼ شمېر مشران مړ او وژل شوي او دغه ډله اوس په دریو برخو وېشل شوې ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې سږ کال وسله والو هڅه کوله چې کوم ولایت یا ولسوالۍ ته سقوط ورکړی او په همدې موخه یې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې سږ کال وسله والو هڅه کوله چې کوم ولایت یا ولسوالۍ ته سقوط ورکړی او په همدې موخه یې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې بریدونه پیل کړل خو له سختې ماتې سره مخ شول.
بریدونه پیل کړل خو له سختې ماتې سره مخ شول.
صدیقي زیاته کړه، چې له دغه ماتې وروسته د طالبانو په لیکو کې غټ درځو رامنځ ته شول، چې اوس دغه ډله په دریو برخو وېشل شوې ده.
ده وویل چې یوه ډله وسله وال د ملا قیوم ذاکر، بله د ملا اختر محمد منصور او درېمه ډله یې هم بې طرفه شوي طالبان دي.
نوموړي وویل چې د طالبانو په رهبری کې دغه درځ د ملا عمر په اړه هم راپورته شوی، چې په وینا یې د طالبانو ډېر مشران وايي، که ملا عمر ژوندی وي، ولې ځان نه ښکاره کوي.
ده وویل چې اوس د ملا محمد عمر پر ځای ملا اختر محمد منصور کار کوي او د طالبانو نېږدې ټولې چارې پر مخ وکړي.
خو وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملي امنیت ادارې دغه څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، چې د ملا عمر په ګډون یې ګڼ مشران ژوندي دي.
د طالب ویاند ذبیح الله له ادارسه خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې په افغانستان کې د دوى روان مقاومت د مشرانو له لوري تنظيم کېږي، ځکه خو يې مشران ژوندي
نوموړي وویل چې د طالبانو په رهبری کې دغه درځ د ملا عمر په اړه هم راپورته شوی، چې په وینا یې د طالبانو ډېر مشران وايي، که ملا عمر ژوندی وي، ولې ځان نه ښکاره کوي.
او ملا محمد عمر ژوندى دى.
په دغه خبرپاڼه کې وروسته له ډېره وخته تاييد سوي ده چې ملا محمد عمر ژوندى دى او په افغانستان کې ميشت وسله وال طالبان يې په مشوره او لارښونه فعاليت کوي.
نوموړي ویلي، چې د افغانستان څارګره اداره د دوى د فعاليتونو په مخنيوي کې پاته راغلي ده ځکه خو يې تبليغات پيل کړي دي او هڅه کوي چې عامه ذهنيت واړوي.
په دي خبرپاڼه کې د افغانستان په مرکز او ولايتونو ډلييز ځانمرګي بريدونه، د امنيتي پوستو نيول او وسله والي لويې نښتي د دي څرګندوى بللي دي چې د وسله والو طالبانو مشران فعال او دا مهال په کارونو بوخت دي.
د افغانستان د ملي امنيت اداري تېره ورځ ويلي وه چې ګني د وسله والو طالبانو په بريدونو کې ٦٨% زياتوالى راغلى دى او په ډېرو برخو کې د ملي امنيت اداره او نور امنيتي ارګانونه توانيدلي دي چې د وسله والو مخالفينو د بريدونو مخه ونيسي.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین