۰

د کرکټ حیرانونکې لوبه او ستره ماتې

پنجشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۱۵
د افغانستان او ایران د ملي شپاړس کلنو کرکټ لوبډلو تر منځ سیالي په حیرانونکې توګه افغانستان وګټله او ایران ته یې ستره ماتې ورکړه.
د کرکټ حیرانونکې لوبه او ستره ماتې

د افغانستان او ایران د ملي شپاړس کلنو کرکټ لوبډلو تر منځ سیالي په حیرانونکې توګه افغانستان وګټله او ایران ته یې ستره ماتې ورکړه.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه لوبه نن په دوبی کې د افغانستان او ایران تر منځ تر سره شوه.
د لوبې پچه ایران لوبډل مشروګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
خو د ایران لوبغاړي د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ټینګ نه شول او لس واړه لوبغاړي یې د ۲۶ منډو په تر سره کولو او د ۱۶ اورونو په پوره کولو سره یو په بل پسې وسوځېدل او افغانستان ته یې د ۲۷ منډو هدف وټاکه.
د توپ اچونې په برخه کې یوسف د ایران ۶ لوبغاړي وسوځل.
د لوبې په دوهمه برخه کې افغانستان توپوهنه پیل کړه، او په دوه لوبغاړو یې په ۴ اورونو کې له ایران څخه دغه لوبه وګټله.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد او ټول اداري کارکونکي ټولو هیوادوالو ته د ایران ملي شپاړلس کلنې لوبډلې پر وړاندې د افغان ملي شپاړلس کلنې لوبډلې حیرانونکې بریا مبارکي وایي.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین