۰

پېښور کې ځانمرګي برید ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

سه شنبه ۱ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۶
د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د یوه ځانمرګي برید له امله درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
پېښور کې ځانمرګي برید ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د یوه ځانمرګي برید له امله درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه برید نن سهار د پېښور ښار په صدر سیمه کې د ریل سټېشن مخې ته د پاکستان د سرحدي ځواکونو په کاروان شوی دی.
د پېښور د پولیسو یو مشر

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه برید نن سهار د پېښور ښار په صدر سیمه کې د ریل سټېشن مخې ته د پاکستان د سرحدي ځواکونو په کاروان شوی دی.
فیصل شهزاد وايي د بریدګر موخه د سرحدي ځواکونو د یوه مشر ډګرمن خالد له منځه وړل و، خو په خبره یې هغه له بریده روغ وتلی دی.
د پېښور د پولیسو یوه بل مشر شفقت ملک وايي چې دغه برید ځانمرګی وو او ځانمرګي په موټر کې ۴۵ کیلوګرامه باورت ځای پر ځای کړي وو.
دی وايي د سرحدي پولیسو د یوه قوماندان موټریز کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې وو، چې د الټو موټر په واسطه ځانمرګی برید پرې شوو.
د هغه په خبره په برید کې د یوه پولیس په ګډون درې تنه وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان شوي، خو د سرحدي ځواکونو قوماندان له بریده روغ وتلی دی.
د پېښې ټپیان
دی وايي د سرحدي پولیسو د یوه قوماندان موټریز کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې وو، چې د الټو موټر په واسطه ځانمرګی برید پرې شوو.
روغتون ته وړل شوی او د روغتون چارواکي هم وايي دوی ته درې تنه مړي او ۱۳ تنه ټپیان وروړل شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی، خو د پاکستان پولیس چارواکو ویلي ښايي دغه برید په شمالي وزیرستان کې د ضرب غصب د عملیاتو په بدل کې شوی وی.
په پېښو کې دا برید پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې تېره ورځ هم په بلوچستان کې په دوه جلا امنیتي پېښو کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
په ورته وخت کې بیا د پاکستان پوځ ویلي وو، چې په شمالي وزیرستان کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسله وال وژلي دي.
جمهور آژآنس

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین