۰
ولسمشر کرزی:

راتلونکی حکومت باید له امریکا او پاکستان سره په احتیاط اړیکې وپالي

سه شنبه ۱ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۰
افغان ولسمشر حامد کرزی چې نور د واک پرېښوودونکی دی، وایي امریکا او پاکستان په افغانستان کې د خپلو اهدافو په خاطر سوله نه غوښته او راتلونکی افغان حکومت باید ورسره خپلې اړیکې په احتیاط سره وپالي او خپلې ملي ګټې په نظر کې ونیسي.
راتلونکی حکومت باید له امریکا او پاکستان سره په احتیاط اړیکې وپالي

 افغان ولسمشر حامد کرزی چې نور د واک پرېښوودونکی دی، وایي امریکا او پاکستان په افغانستان کې د خپلو اهدافو په خاطر سوله نه غوښته او راتلونکی افغان حکومت باید ورسره خپلې اړیکې په احتیاط سره وپالي او خپلې ملي ګټې په نظر کې ونیسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي چې نن له ارګ څخه د خدای پامانۍ په مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې له امریکا سره یې امنیتي تړون د همدغه ټکي په خاطر لاسلیک نه کړ، چې دغه هېوادونو په افغانستان

ده وویل«تاسو سره به دا سوال اوس هم وي، چې ولې ما له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړ، دې خبرې دوه علته درلودل، یو دا چې امریکا د خپلو اهدافو په خاطر نه غوښتل چې افغانستان ته سوله راشي او بل دا چې پاکستان هم دوه هدفه درلودل، یو یې له موږ دا غوښتل چې ډېورنډ کرښه په رسیمت ورسره وپېژنو او بل خپل خارجي سیاست کنټرول کړو، چې دا غوښتنې د ابد له پاره افغانانو ته د منلو نه دي او په همدې خاطر مې امنیتي تړون لاسلیک نه کړ، ما په لویه جرګه کې هم وویل چې که امریکا او پاکستان افغانستان ته سوله راولي، تړون لاسلیکوم او که یې را نه ولي تړون نه یې کوم، دوی راسره ونه منله، خیر که زور نه لرو، تېزه ژبه خو لرو، ډېره تېزه ژبه، اوس هم وایم، چې د جګړه د بهرنیانو د ګټو ده، او قراباني یې موږ یو، تر څو چې امریکا او پاکستان ونه غواړي، چې افغانستان ته سوله راشي، تر هغې سوله نه شي راتلای د سولې راوستل زموږ کار ندی، دا د دوی په لاس کې ده، موږ له غرب سره ښې اړیکې لرلې خو خپلواکي مو هم درلوده، اوس هم وايم چې راتلونکی حکومت باید له غرب په ځانګړې ډول له امریکا سره په خپلو اړیکو کې محتاطه و اوسي او داسې اړیکې وسره ولري، چې هم د هغوی ګټې دلته خوندي وي او هم د افغان ولس ملي ګټې.»
کې سوله نه غوښتله.
ښاغلي کرزي وویل چې د لویې جرګې په غونده کې یې هم وویل چې افغانستان ته د سولې راوستل د امریکا او پاکستان په لاس کې دي، او که دغه هېوادونه په رښتیا او صداقت وغواړي، چې افغانستان کې سوله راولي راوستلی یې شي.
نوموړي وویل چې اوس هم افغان سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده او که دغه هېوادونه وغواړي په همغه ورځ سوله راتلای شي.
ده وویل چې په تېرو څوارلسو کالونو کې یې د سولې له پاره ډېرې هڅې کړې، له غرب، امریکا، اروپا او ګاونډیو هېوادونو سره یې د ښو اړیکو هڅې کړې خو په خبره یې ځینو هېوادونو لکه امریکا او پاکستان له افغانستان سره په صداقت ګامونه نه پورته کول.
ښاغلي کرزي وویل چې بهرنیانو په ځانګړې ډول امریکا په افغانستان کې خاص اهداف درلودل او پاکستان هم غوښتل چې افغانان ډېورنډ کرښه په رسمیت وپېژني او افغانستان خپل بهرنی سیاست کنټرول کړي، چې په خبره یې دا دوه کارونه د ابد له پاره افغانانو ته د منلو نه وو او نه هم دي.
که څه هم ښاغلي کرزي د پاکستان د دوهمې غوښتنې چې خپل بهرنی سیاست کنټرول کړي په اړه جزیات نه ویل چې څه ډول خپل بهرنی سیاست کنټرول کړي، خو ښکاري چې اشاره یې د هند او افغانستان تر منځ اړیکو ته وه، چې پاکستان نه غواړي، افغانستان او هند ښې اړیکې ولري.
ده وویل«تاسو سره به دا سوال اوس هم وي، چې ولې ما له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړ، دې خبرې دوه علته درلودل، یو دا چې امریکا د خپلو اهدافو په خاطر نه غوښتل چې افغانستان ته سوله راشي او بل دا چې پاکستان هم دوه هدفه درلودل، یو یې له موږ دا غوښتل چې ډېورنډ کرښه په رسیمت ورسره وپېژنو او بل خپل خارجي سیاست کنټرول کړو، چې دا غوښتنې د ابد له پاره افغانانو ته د منلو نه دي او په همدې خاطر مې امنیتي تړون لاسلیک نه کړ، ما په لویه جرګه کې هم وویل چې که امریکا او پاکستان افغانستان ته سوله راولي، تړون لاسلیکوم او که یې را نه ولي تړون نه یې کوم، دوی راسره ونه منله، خیر که زور نه لرو، تېزه ژبه خو لرو، ډېره تېزه ژبه، اوس هم وایم، چې د جګړه د بهرنیانو د ګټو ده، او قراباني یې موږ یو، تر څو چې امریکا او پاکستان ونه غواړي، چې افغانستان ته سوله راشي، تر هغې سوله نه شي راتلای د سولې راوستل زموږ کار ندی، دا د دوی په لاس کې ده، موږ له غرب سره ښې اړیکې لرلې خو خپلواکي مو هم درلوده، اوس هم وايم چې راتلونکی حکومت باید له غرب په ځانګړې ډول له امریکا سره په خپلو اړیکو کې محتاطه و اوسي او داسې اړیکې وسره ولري، چې هم د هغوی ګټې دلته خوندي وي او هم د افغان ولس ملي ګټې.»
ښاغلي کزي زیاته کړه، چې د پاکستان ملکي حکومت غواړي چې افغانستان سره ښې اړیکې ولري او په افغانستان کې سوله راشي، خو په خبره یې په پاکستان کې د ننه او له بهره د غرض لاسونه او فشارونه شته، چې نه پرېږدې ملکي حکومت له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او افغانستان ته سوله راشي.
ده د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې له تېرو څوارلسو کلونو راهیسې یې د سولې راوستلو له پاره هڅې کړې، خو دا
ښاغلي کزي زیاته کړه، چې د پاکستان ملکي حکومت غواړي چې افغانستان سره ښې اړیکې ولري او په افغانستان کې سوله راشي، خو په خبره یې په پاکستان کې د ننه او له بهره د غرض لاسونه او فشارونه شته، چې نه پرېږدې ملکي حکومت له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او افغانستان ته سوله راشي.
چې امریکا او پاکستان په دې برخه کې صادق نه وو، نو ځکه افغانستان ته سوله رانغله.
ښاغلي کززي وویل« ما د سولې په خاطر شل ځله پاکستان ته سفر کړی، د افغانستان یو ولسمشر هم دومره سفرونه او هڅې نه دي کړې، خو نتیجه یې نه ده ورکړې اوس بیا هم وایم، که امریکا او پاکستان ونه غواړي، چې افغانستان ته سوله راشي او په دې برخه کې صادقانه ګامونه پورته نه کړي، نو لرې ده چې یو باثبات او سولیز افغانستان ولرو.
ده وویل چې نوازشریف د پاکستان یو ښه صدراعظم دی او زه امیدواره یم، چې هغه به له افغانستان سره د ښو اړیکو او سولې په برخه کې مرسته او هڅې وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل«زه بیا هم وايم چې دا جګړه زموږ نه ده، دا جګړه د بهرنیو او د بهرنیو د منافعو جکړه ده، او قراني یې یوازې موږ یو، زما په هغه کسانو غږ دی، چې د نورو د ګټو له پاره جګړه کوي، چې نور له جګړې لاس واخلی خپل خلک او خپل هېواد مه وژنی او مه یې ورانوی، سوله زموږ کار نه دی سوله د بهرنیو کار دی، که دوی وغواړي افغانستان ته سوله راتلای شي او که ونه غواړي سوله نه شي راتلای.
ده د افغانستان د ۱۳۹۳ کال ټاکنو ته
ښاغلي کززي وویل« ما د سولې په خاطر شل ځله پاکستان ته سفر کړی، د افغانستان یو ولسمشر هم دومره سفرونه او هڅې نه دي کړې، خو نتیجه یې نه ده ورکړې اوس بیا هم وایم، که امریکا او پاکستان ونه غواړي، چې افغانستان ته سوله راشي او په دې برخه کې صادقانه ګامونه پورته نه کړي، نو لرې ده چې یو باثبات او سولیز افغانستان ولرو.
په اشارې سره وویل چې که په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو وای، نو ولې د ټاکنو پر مهال چې نوماندان د هېواد ګوټ ګوټ ته لاړل او په سلګونو زره کسان به ورته راټول وو، کومه امنیتي پېښه نه کېده.
هغه وویل«ایا طالبانو ټاکنې غوښتې، ولې هغوی کوم کار په دغه ورځو ونه کړ، له دې معلومېږي، چې دا جګړه زموږ نه ده، دا جګړه د بهرنیو د منافعو جګړه ده، او قرباني یې یوازې افغانان دي.»
ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې له ټولو مرستندویه هېوادونو کې په تېرو ۱۴ کلونو کې یې له افغانستان سره مرسته کړې مننه وکړه او ویې ویل چې ځینو هېوادونو د خپلو موخو او اهدافو له پاره دغه مرستې کولې، ولې ځینو نورو هغه لکه هند او جاپان بې له کومه هدفه د افغانستان سره مرسته کړې، چې په وینا یې افغانان ترې منندوی دي.
ده وویل چې افغانستان اوس هم له ټولو امریکا، ګاونډیو، غربي، عربي اروپايي او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او غوښتې یې دي، خو په خبره یې دوی دې هم په خپلو اړیکو کې صادق ګامونه پورته کړي او د افغانستان په پرمختګ کې دې مرسته وکړي.
ښاغلي کرزي وویل افغانان غواړي، چې په افغانستان کې د بهرنیو او ګاونډیو منافع هم خوندي شي او د افغانانو هم خو په داسې شکل نه
هغه وویل«ایا طالبانو ټاکنې غوښتې، ولې هغوی کوم کار په دغه ورځو ونه کړ، له دې معلومېږي، چې دا جګړه زموږ نه ده، دا جګړه د بهرنیو د منافعو جګړه ده، او قرباني یې یوازې افغانان دي.»
چې د هغوی منافع خوندي وي او د افغانانو ملي منافع تر پښو لاندې وي.
ولسمشر کرزي د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا له افغان ولس نه مننه وکړه، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې یې د ده له حکومت سره زیاتې ستونزې وګاللې.
ښاغلي کرزي له راتلونکي حکومت او د افغانستان له سیاسي څېرو او مشرانو وغوښتل چې سره یو موتی شي او د افغانستان د پرمختګ له پاره د قانون په چوکاټ کې کار وکړي.
هغه وویل«د افغانستان پرمختګ او له ستونزو خلاصون یوازې یوه لاره لري، او هغه زموږ او تاسو اتفاق او یووالی دی که چېرې موږ سره یو لاس وو، بې شکه چې افغانستان به پرمختګ وکړي»
ښاغلي کرزي په همدې حال کې د غونډې له برخوالو سره مخه ښه او خدای پامني وکړه او ویې ویل چې راتلونکې دوشنبې به د افغانستان نوی ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزی د لوړې مراسم تر سره او د کابینې غونډه به پر مخ بوزي.
جمهورآژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین