۰

ماین چاودنې پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

سه شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۹
سیمه ییز چارواکي وايي په هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
ماین چاودنې پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

سیمه ییز چارواکي وايي په هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنه نن غرمه مهال د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ د توغي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د موسی کلا ولسوال محمد شریف وايي د ولسي وګړو د سورلۍ موټر له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې وو، چې د سړک د غاړې خښ شوی ماین پرې چاودلی.
دی وايي په دغه چاودنه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي، دوې ښځې اویو ماشوم ټپیان شوي دي، چې ټول ولسي وګړي دي.
د موسی کلا ولسوال وايي دغه ماین په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای کړی شوی وو، چې ولسي وګړي یې قرباني شول.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.
باید وویل شي، د سړک د غاړې ماین چاودنې له هغو امنیتي ننګونو څخه دي، چې ډېر وخت یې قربانیان یوازې ولسي وګړي وي.
جمهور آژانس: هلمند

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین