۰

عمران خان د یوې میاشتې له پاره د نواز شریف د استعفا غوښتنه کړې

يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۴۲
د جمهور آژانس د خبر له مخې تحریک انصاف دغه غوښتنه هغه مهال وکړه، چې د دغه ګوند او پاکستان د حکومت تر منځ خبرې اترې په ټپه ودرېدې.
عمران خان د یوې میاشتې له پاره د نواز شریف د استعفا غوښتنه کړې

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غوښتنه کړې، چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف دې د یوې میاشتې له پاره استعفا ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تحریک انصاف دغه غوښتنه هغه مهال وکړه، چې د دغه ګوند او پاکستان د حکومت تر منځ خبرې اترې په ټپه ودرېدې.
د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف

په دې کتنه کې د عمران خان ټيم له حکومته وغوښتل؛ چې د حکومت له خوا د ٢٠١٣م کال د ټاکنو د شفافيت څېړنې لپاره د سترې محکمې تر نظارت لاندې د خپلواک کميسيون پريکړې به يواځې په دې صورت ومني؛ چې نواز شريف د يوې مياشتې لپاره استعفا ورکړي.
او د طاهر القادري په مشرۍ د عوامي تحریک غړو او پلویانو له تېرو لسو ورځو راهیسې په اسلام آباد کې د نواز شریف او د پاکستان د اوسني حکومت پر ضد لاریونونه را ایستلي دي.
دواړه ګوندونه وايي نواز شریف په تېرو ټاکنو کې درغلي کړې او باید له خپلې څوکۍ نه لاس په سر او د خلکو د خوښې نوی حکومت رامنځ ته شي.
دوی په ورته وخت کې د پارلمان او د قومي اسمابلیو د لغو کېدو غوښتنه هم کړې، خو تر اوسه یې حکومت غوښتنو او خبرو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
نواز شریف او حکومت په وار وار د تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوندونو دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې د دوی حکومت قانوني او په درغلیو نه دی راغلی.
خو د یادو ګوندونو مشران او پلویان د پاکستان اوسنۍ حکومت په فساد تورنوي او وايي چې نواز شریف باید استعفا ورکړي.
د همدغه لانجو پر سر لاریون کوونکو د څو ورځو راهیسې د پاکستان پارلمان
د پاکستان تحريک انصاف ګوند د ټيم غړي شاه محمود قريشي له رسنيو سره په خبرو کې ویلي"موږ د حکومت له خوا د خپلواک عدالتي کميسيون پريکړې يواځې په هغه صورت کې منو؛ چې نواز شريف د يوې مياشتې لپاره له دندې استعفا ورکړي. که چيرې کميسيون پريکړه وکړه، چې په انتخاباتو کې درغلي شوې وه، نو بيا به نواز شريف حکومت ختم وي او نوي انتخابات به ترسره کېږي، خو که چيرې د کميسيون څيړنې درغلۍ ثابتې نه کړي؛ نو بيا دې نواز شريف بېرته خپله دنده اشغال کړي."
کلابند کړی وو او پر پارلمان یې د برید تابیا کوله، خو وروسته د سیاسي خبرو اترو وړاندیز وشو.
له دې وروسته د دواړو ګوندونو چارواکيو نن په شپه په پايتخت اسلام اباد کې وکتل او د سياسي شخړو د اواري پر لارو چارو او د متقابلو غوښتنو په اړه يې مفصلې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د عمران خان ټيم له حکومته وغوښتل؛ چې د حکومت له خوا د ٢٠١٣م کال د ټاکنو د شفافيت څېړنې لپاره د سترې محکمې تر نظارت لاندې د خپلواک کميسيون پريکړې به يواځې په دې صورت ومني؛ چې نواز شريف د يوې مياشتې لپاره استعفا ورکړي.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند د ټيم غړي شاه محمود قريشي له رسنيو سره په خبرو کې ویلي"موږ د حکومت له خوا د خپلواک عدالتي کميسيون پريکړې يواځې په هغه صورت کې منو؛ چې نواز شريف د يوې مياشتې لپاره له دندې استعفا ورکړي. که چيرې کميسيون پريکړه وکړه، چې په انتخاباتو کې درغلي شوې وه، نو بيا به نواز شريف حکومت ختم وي او نوي انتخابات به ترسره کېږي، خو که چيرې د کميسيون څيړنې درغلۍ ثابتې نه کړي؛ نو بيا دې نواز شريف بېرته خپله دنده اشغال کړي."
خو په ورته وخت کې د پاکستان د حکومتي ټیم غړي چوهدري محمد سرور رسنيو ته ویلي، چې د عمران خان غوښتنې د پاکستان د اساسي قانون خلاف دي؛ چې له امله يې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې له کومې نتيجې پرته پاى ته ورسېدې.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین