۰

دوه بمي چاودنو ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۱۳
امنیتي چارواکي وايي په کندهار او اروزګان ولایتونو کې د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
دوه بمي چاودنو ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

امنیتي چارواکي وايي په کندهار او اروزګان ولایتونو کې د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لومړی چاودنه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاق زی وايي، یاده چاودنه د میوند ولسوالۍ په شلعامي سیمه کې پر هغه پولیسو شوې، چې یادې ولسوالۍ ته د ماینونو د پاکولو په موخه د مرستې له پاره ورغلي وو.
ولسوال وايي په دغه چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، په وژل شویو کسانو کې یو هم د پنجوايي ولسوالۍ د ملي پولیسو یو پیاوړی قوماندان صالح محمد هم شامل دی.
وسله والو طالبانو ویلي، چې دغه چاودنه دوی پر بهرنیو سرتېرو کړې، او درې بهرني سرتېري یې په کې وژلي دي.
بل خوا په همدې سهار ۷ بجې د اروزګان ولايت د چار چينو ولسوالۍ په لوړ دوان سيمه کې د ملحي پوليسو پر قومندان بمي چاودنه شوې ده.
د چار چينو ولسوالۍ امنيه قومندان ولي داد وايې چې د جمعه ګل څاروان په نوم د ملي پوليسو د پنځو امنيتي پوستو قومندان پر موټر سايکل سپور وو چې پر ښخ شوي ماين ور برابر او ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار په لغمان ولایت کې هم یو محلي پولیس د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی دی.
جمهور آژانس

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین