۰
کرزى:

زموږ کورنۍ هم له ترهګرو خوندي نه ده

چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۹
افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل تره پر زوی حشمت خلیل کرزي ترهګر برید چې نوموړی په کې ووژل شو ه کلکو ټکو وغانده.
زموږ کورنۍ هم له ترهګرو خوندي نه ده

افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل تره پر زوی حشمت خلیل کرزي ترهګر برید چې نوموړی په کې ووژل شو ه کلکو ټکو وغانده.
د جمهور آژانس د خبر ل مخې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د افغانستان جمهور رئيس د دغه تروریستي برید په غندلو سره وویل: لکه نور افغانان چې هره ورځ په هېواد کې په تروریستي بریدونو کې وژل کيږي زموږ کورنۍ هم له دغه مصیبت څخه مستثنی نه ده او موږ دغه قرباني منو.
ولسمشر کرزي، شهید حشمت کرزي ته د لوی خدای له درباره څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړي.
باید وویل شي، چې حشمت خليل کرزى تېره ورځ سهار لس بجي د يو څلرويشت کلن ځوان په ځانمرګي بريد کې د هغه په خپل کور کې ووژل شو.
نوموړى چې خلک يې د اختر د مبارکۍ لپاره راتلل ځانمرګي بريد ګر هم له همدي څخه په ګټي اخيستني د حشمت خليل کرزي کلا ته ځان رسولى وو.
تر اوسه پوري ددي پېښي پړه کومي ډلي پرغاړه نه د اخيستي.
د حشمت خليل کرزي وژنه د ټول هېواد په کچه غندل سوي او ويل سوي دي چې دا وژنه د افغانانو په منځ کې د يوي لويې تشي په مانا ده.
تر اوسه پوري ددي پېښي د نورو جزيات په اړه چارواکو څه نه دي ويلي او نه هم ويل سوي دي چې په پېښه کې د چا لاس دى.
جمهور اژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین