۰

د حصارک په جګړه کې ۶۰ طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۴
د حصارک ولسوال عبدالخالق وايي، شاوخوا زر تنو وسله والو پنجابیانو او افغان طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو په بریدونو کې برخه لرله.
د حصارک په جګړه کې ۶۰ طالبان وژل شوي دي

چارواکي وايي په ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې ۶۰ وسله وال طالبان او ۶ افغان سرتېري وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو تېره ورځ سهار څلور بجې د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ په سرحدي پوستو ډلیز برید وکړ، چې ورسره سم افغان ځواکونو هم په ځوابیه برید لاس پورې کړ.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړې تر ماسپښینه پورې دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او هغوی پر شاه وتمبول شول.
عبدالزی وايي په دغه جګړه کې ۶۰ تنه وسله وال طالبان او شپږ تنه افغان پولیس سرتېري وژل شوي دي.
نوموړی وايي په دغه جګړه کې ۸ افغان سرتېري ټپیان شوي هم دي، خو د وسله والو د ټپیانو په اړه یې څه نه دي ویلي.خو د حصارک ولسوالۍ ولسوال وايي چې په جګړه کې د ۷۰ او ۱۰۰ تر منځ تر هګر وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د حصارک ولسوال عبدالخالق وايي، شاوخوا زر تنو وسله والو پنجابیانو او افغان طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو په بریدونو کې برخه لرله.
د حصارک ولسوال او د ننګرهار نورو چارواکو وویل چې ټول ترهګر وروسته له دې وتښتېدل چې سیمې ته نور امنیتي ځواکونه ورسېدل.
طالبانو تراوسه پوري د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
د جګړې تر ختمېدو مخکې د ننګرهار ولایتي چارواکو ویلي و چې افغان امنیتي ځواکونو له وسله والو مخالفانو، چې اکثره یې پاکستاني ترهګر دي، په سخته نښته کې لږترلږه ۴۰ تروریستان وژلي دي.
جمهورآژانس
معروف سادات: ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین