۰

افغانستان کې تراوسه ۲۳۳۸ امریکایان وژل شوي

چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۴۴
کژولټي ویبپاڼه وايي چې له ۲۰۰۱ کال نه تر نن پورې په افغانستان کې ۲۳۳۸ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي، او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
افغانستان کې تراوسه ۲۳۳۸ امریکایان وژل شوي

کژولټي ویبپاڼه وايي چې له ۲۰۰۱ کال نه تر نن پورې په افغانستان کې ۲۳۳۸ تنه امریکايي پوځیان وژل شوي، او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
اسوشیتید پرېس خبري آژانس هم د همدغه ويب پاڼه کې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وژنه همدومره ښودلې، خو د امریکا دفاع وزارت پنټاګونو بیا تر دې شمېرې درې سرتېري زیات ښودلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لوېدیځې رسنۍ وايي دغه امریکايي سرتېري یا خو د دولت وسله والو مخالفینو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي اویا هم د سړک د غاړې ماین چاودنو کې، خو د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې کورنیو او بهرنیو سرتېرو ته زیاته مرګ ژوبله د سړک د غاړې ماین چاودنو له امله اوړي.
بل خوا د امریکا دفاع وزارت وايي، چې له افغانستانه بهر هم ۱۳۵ امریکايي سرتېري د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي، خو اسوشیتید پرس آژانس بیا دغه شمېر د امریکا د دفاع وزارت تر شمېر څلور تنه زیات ښيي.
بل خوا د امریکا دفاع وزارت وايي د افغانستان په جګړه او عملیاتو کې له پیله تراوسه پورې ۱۹۸۸۹ امریکايي پوځیان په ټپیان شوي هم دي.
باید وویل شي، چې وروستي دوه امریکايي پوځیان د جولای په ۲۴مه /تېره پنجشنبه/ په کندهار کې د سړک د غاړې په چاودېدونکو موادو ټپیان شول.
د یادونې وړ ده، چې د آی کژولټي له ارقامو سره سم له دوه زره لومړي څخه تراوسه پوري په افغانستان کې د ناټو او د دې تړون د متحدانو ټولټال ۳۴۶۳ پوځیان وژل شوي دي.
جمهورآژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین