۰

کندهار کې د ټاکنو لپاره په هره برخه کې چمتوالى نيول شوی

پنجشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۱۲
د کندهار د بېلا بېلو برخو اداري چارواکي وايي، چې د شنبې د ورځې ولسمشریزه ټاکنو له پاره یې په دې ولایت کې په هره برخه کې تیاری نیولی.
کندهار کې د ټاکنو لپاره په هره برخه کې چمتوالى نيول شوی

د کندهار د بېلا بېلو برخو اداري چارواکي وايي، چې د شنبې د ورځې ولسمشریزه ټاکنو له پاره یې په دې ولایت کې په هره برخه کې تیاری نیولی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیت شورا په غونډه کې کندهار والي او نورو امنیتي چارواکو د دغه ولایت امنیتي حالت د ډاډ وړ وبلل.
دوی په خپلو خبرو کې وویل، چې د دوهم پړاو ټاکنو له پاره چې د شنبې په ورځ به تر سره شي امنیتي ځواکونو پوره چمتوالی نیولی دی.
کندهار والي توریالي ویسا په خپلو خبرو کې افغان امنیتي ځواکونه له دې امله وستایل چې په تېرو ټاکنو کې یې په پوره مېړانه د ټاکنو امنیت خوندي کړی و.
ښاغلي ویسا له امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې دوهم پړاو ټاکنو کې هم امنیت ته پوره پاملرنه وکړي او خپل بې پرې توب ثابت کړي.
هغه وویل«هېچ سرتېری دا اجازه نه لري، چې د ټاکنو په ورځ کوم مرکز ته ننوزي او د یوه مشخص نوماندان په ګټه کار وکړي.»
نوموړي خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړ او تر یې وغوښتل چې په ټاکنو کې برخه واخلي او شنبې په ورځ په پوره ډاډ سره خپل برخلیک وټاکي.
دغه راز په غونډه کې د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاډ ورکړ چې د ټاکنو په پر مهال په روغتونونه، امبولانسونه او طبي پرسونل پوره چمتوالی ولري.
د هغه په خبره دا مهال ٣٧ عرادې امبولانسونه لري چې د کندهار ښار او ځينو ولسواليو په ګډون به د ټاکنو پر مهال امادګي ولري، او په وینا یې د ٤٢ نورو امبولانسونوهم د افغان امنيتي ځواکونو له

هغه وویل«هېچ سرتېری دا اجازه نه لري، چې د ټاکنو په ورځ کوم مرکز ته ننوزي او د یوه مشخص نوماندان په ګټه کار وکړي.»
خوا اماده شوي دي.
پخلا دا هم وويل چي د خلکو د اسانتيا لپاره به ځيني ټليفون شمېرې هم خپرې کړې چي خدای مکړه د امنيتي پېښي د رامنځته کېدو پر مهال راساً ورسره تماس ونيول شي او دوی ورته په عاجل ډول طبي مواد ورسوي.
د غونډي پر مهال ټولو امنيتي ارګانونو ژمنه وکړه چي د لومړي پړاو ټاکنو په څېر به دا ځل هم په پوره مېړانه او سرښندنه امنيت ټينګوي تر څو ټاکنې په سوله ييزه فضا کي تر سره شي.
په ورته وخت کې کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري په خپله برخه کې د ټولو امادګيو د بشپړېدو ډاډ ورکړ.
هغه وویل چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د ټول کندهار په کچه ١٠٧٨ محلونه ټاکل شوي او په خبره یې دا ځل ٥٤ سيار بکسونه احتياطاً اماده شوي، که چيرې په کومه سيمه کې د رايو د کمښت او يا کومه بله ستونزه رامنځته شي ياد سيار بکسونه به په عاجل ډول هلته وړل کېږي.
د کندهار د برېښنا شرکت استازي هم په غونډه کې وویل چې د ټاکنو پر مهال به د کندهار ښاريانو ته په عادلانه او منظم ډول برېښنا ورسول شي، تر څو عام خلک په منظم ډول د ټاکنو پروسه د رسنيو له لارې تعقيب کړي.
د کندهار د امنيت امر هم د امنيت د ټينګښت په اړه پوره ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې پوليس يوازې د رايې مرکزونو د امنيت خوندي کولو دنده په غاړه لري او په هيڅ ډول به پرې نه ږدي چې پوليس دې د کوم مشخص کانديد په ګټه کار وکړي.
د غونډې په پای کې د کندهار د امنیت شورا د دولت پر وسله والو مخالفینو یو ځل بیا غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او د ټاکنو له ګډوډۍ لاس واخلي.
باید وویل شي، چې ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنې به د راتلونکې شنبې په ورځ د جوزا میاشتې په ۲۴ نېټه تر سره شي.
جمهور آژانس: کندهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین