۰

د ننګرهار د بهسودو پل د جوړیدو چارې پیل شوې

چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۳
په ننګرهار ولایت کې د درې ميليونه او ۴۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي سره د بهسودو د پله د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار د بهسودو پل د جوړیدو چارې پیل شوې

په ننګرهار ولایت کې د درې ميليونه او ۴۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي سره د بهسودو د پله د جوړېدو چارې پيل شوې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پول د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد د دې ولایت له شپږو ولسوالیو او دوه ولایتونو سره نښلوي.
د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار والي د دې پل د جوړيدو په مراسمو کې و وېل د بهسودو نوی او دوهم پل ۳۵۰ مترو په اوږد والي او ۱۲ مترو په پلنوالي سره د يو کال په موده کې جوړيږي.
والي مولوي عطاالله لودین وویل، چې د دغه پله چارې د فوايد عامې وزارت د درې ميليونه او ۴۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت سره د الينګار الکوزي شرکت لخوا پر مخ وړل کيږي.
ښاغلي لودين خوښي وښوده، چې د خپل ماموريت پر مهال د ختيځو ولاياتو او له کابل نه د راتلونکو مسافرو لپاره د يوې بديلې لارې په توګه د دې مهمې او لويې پروژې پرانيسته کوي.
نوموړي و ويل:دغه پل، جلال اباد ښار د دې ولايت له شپږ ولسواليو ،کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو سره وصلوي او په جوړيدو سره به يې د همدې سيمو سلګونه زره اوسيدونکو تر څنګ د کابل او له ګاونډي هېواد نه راتلونکو مسافرو، سوداګرو او کارباري خلکو ته د تګ راتګ او د اموالو د لېږد اسانتياوې برابرې شي.
ننګرهار والي په دې مراسمو کې په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د دې ولايت له استازو او فوايد عامې وزارت نه مننه وکړه ، چې د يادې پروژې پيليدو لپاره يې ولايت مقام سره هر ډول مرستې او هلې ځلې وکړې.
د والي په خبره د پارلمان او ولايتي شورا استازي، ولايت مقام، فوايد عامې رياست او قومي مشران به د دې پل د جوړيدو نظارت کوي او جوړونکي شرکت الينګار الکوزي مسولينو ته يې هم سپارښتنه وکړه، چې د قرارداد مطابق په ښه کيفيت پروژه پلې کړي.
بل خوا د ننګرهار والي وايي ، په دې ولايت کې د تيرو شپږو مياشتو راهېسې ۱۵ لويې پروژې بشپړې او پر ۳۸ نورو لويو او وړو پروژو کار روان دی.
د ننګرهار والي زياته کړه : سره له دې، چې دنده يې په داسې وخت کې پيل کړه، چې ډيرو مرسته کوونکو ادارو خپلې مرستې درولې وې او افغان دولت هم دې ولايت ته کومه خاصه بودجه نه وه ورکړې ، خو د ده په هلو ځلو تر اوسه پدې ولايت کې د ۱۰ نيم ميليونه ډالرو او ۲۴۶ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۵ لويې پروژې بشپړې شوې او د ۱۳۴ ميليونه ډالرو او ۳۵۷ ميليونه افغانيو په لګښت ۳۸ پروژو باندې کار روان دی.
نوموړي د ننګرهار خلکو ته دا زيری هم ورکړ، چې د جلال اباد ښار پنځلس کلن انکشافي پلان تطبيق يې پيل کړی او د جمهوري رياست نه يې دې ولايت ته د دوو نورو اوومې او اتمې ناحيې منظورې اخېستې ده او هم يې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې له دې به وروسته نورو پروژو تر سراوي ته شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.
د پل د جوړېدو د چارو له پيل وروسته د ننګرهار فوايد عامې ريس انجينر رسول ګل فقيري د پروژې په تخنيکي برخه خبرې وکړې او د نظارت د ډاډ تر څنګ د جوړونکي شرکت مسوول حاجي نور محمد الکوزي د ننګرهار والي او ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې کار به په ښه کيفيت ترسره کړي.
د دې پل د کار د پيليدو په مراسمو کې د ولسي جرګې وکيلانو، حاجي حضرت علي، انجينرعبدالغفار قايل، حاجي اميرخان يار، د کوچيانو په چارو کې د ولسمشر سلاکار حاجی عبدالقادر کوچی، پخواني مستوفي احسان الله کامه وال، قومي مشر او جهادي قوماندان ګل کريم دولايتي شورا وکيلانو ډاکټر عبدالقهارد لودين او عبدالبصير ګلاب، د يو شمير ولسواليو ولسوالان او قومي مشرانو برخه لرله.
وروستۍ برخه کې د ولسي جرګې کمېسيون ریيس اميرخان يار له لورې د ننګرهار فوايدعامې ریيس ته يو ستاينليک ورکړل شو.
جمهور آژانس
معروف سادات:ننګرهار

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین