۰

د کراچۍ پر هوايي ډګر بیا برید شوی

چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۹
رپوټونه وايي د پاکستان په تر ټولو ستر کراچۍ په هوايي ډګر یو ځل بیا وسله والو کسانو برید کړی او سخته جګړه روانه ده.
د کراچۍ پر هوايي ډګر بیا برید شوی

رپوټونه وايي د پاکستان په تر ټولو ستر کراچۍ په هوايي ډګر یو ځل بیا وسله والو کسانو برید کړی او سخته جګړه روانه ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یوه پاکستاني چارواکي رسنیو ته ویلي، چې وسله والو کسانو د هوايي ډګر د امنیتي ځواکونو د روزنې په مرکز برید کړی دی.
د هوايي ډګر د امنیتي ځواکونو ویاند غلام عباس میمن رسنیو ته وویل، وسله والو هڅه وکړه چې نن له دوه لورو د هوايي ډګر امنیتي مرکز ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو په شا وتمبول مګر نښته روانه ده.
که څه هم نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وايي جګړه

د هوايي ډګر د امنیتي ځواکونو ویاند غلام عباس میمن رسنیو ته وویل، وسله والو هڅه وکړه چې نن له دوه لورو د هوايي ډګر امنیتي مرکز ته ننوځي خو امنیتي ځواکونو په شا وتمبول مګر نښته روانه ده.
لا هم روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ هم همدغه هوايي ډګر تر وسله وال برید لاندې راغلی و، چې په ترڅ کې یې د پوځیانو په ګډون ۳۶ تنه وژل شوي وو.
د رپوټونو له مخې د دوشنبې په برید کې لسو تنو په وسلو سمبال ځانمرګو بریدګرو برخه درلوده، چې پنځه ساعته یې جګړه وکړه.
د دوشنبې ورځې د برید مسؤولیت د پاکستان د طالبانو تحریک پر غاړه اخستی و او ویلي و، چې دغه برید یې د خپل مشر حکیم الله مسعود د وژنې، پر شمالي وزیرستان د پوځ د عملیاتو او دغه راز په زندانو کې د زندانیانو د ځورونې په بدل کې کړی دی.
طالبانو دا ګواښ هم کړی و، چې که پوځ په شمالي وزیرستان عملیات بند نه کړي او یا هم نور عملیات وکړي، نو د کراچۍ هوایي ډګر ته ورته نور بریدونه به هم وکړي.
خو تر اوسه د دوه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.
د کراچۍ په هوايي ډګر دغه دوهم برید پر داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ د پاکستان پوځ او ملکي حکومت په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو د پیلولو پرېکړه کړې ده.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین