۰

ماین چاودنو ۷ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۸
په اروزګان او هلمند ولایتونو کې د سړک د غاړې به بمي چاودنو کې د ښځو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
ماین چاودنو ۷ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

په اروزګان او هلمند ولایتونو کې د سړک د غاړې به بمي چاودنو کې د ښځو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په ارزوګان ولایت کې نن سهار چاودنه رامنځ ته شوې خو په هلمند ولایت کې بیا تېره ورځ د سړک د غاړې ماین د ولسي وګړو موټر ښکار کړی دی.
د اروزګان چاودنه د خاص اروزګان ولسوالۍ په شیخانو سیمه کې د ولسي وګړو پر ټونس موټر رامنځ ته شوې ده.
د اروزګان چارواکي وايي د ولسي وګړو ټونس موټر د ولسوالۍ د مرکز پر لور روان و، چې په یاده سیمه کې د سړک د غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې ده.
د خاص اروزګان ولسوال محمد کریم کریمي وايي، په دې چاودنه کې یو ولسي وګړی وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي.
د هغه په خبره چې درې ټپیان ښځې دي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د اروزګان په چارچینو ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو د سړک د غاړې ماین چاودنې د یوه قومي مشر دوه زامن اویو لمسی ووژل او خپله مشر او موټر چلونکی یې ټپیان کړل.
بل خوا د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوې ښځې وژلې او یوه یې ټپې کړې ده
د یاد ولایت د امنیی قومندانۍ د مطبوعاتي څانګې مشر سمونوال عبدالاحد چوپان وايي، دغه مېرمنې تېره ورځ د نوزاد ولسوالۍ په علي زو کلي کې هدیرې ته تللي وې او په قبر کې ځای پر ځای شوی ماین پرې چاودلي.
تر اوسه د دغه پېښې مسؤولیت هم چا پر غاړه نه دی اخستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په زابل ولایت کې هم د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې د عامه نظم ساتونکو پولیسو په ګډون لس ولسي وګړي چې ښې او ماشومان هم په کې دي ټپیان شوي وو.
جمهور آژانس: اروزګان

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین