۰

کورنیو چارو وزارت د ۱۳۸ وسله والو د وژلو خبر ورکړ

چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۴۴
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د ګډو پوځي عملیاتو پر مهال ۱۳۸ تنه وسله والو طالبان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
کورنیو چارو وزارت د ۱۳۸ وسله والو د وژلو خبر ورکړ

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د ګډو پوځي عملیاتو پر مهال ۱۳۸ تنه وسله والو طالبان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارته خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره شوي.
خبرپاڼه وايي، دغه عملیات د دوهم پړاو ټاکنو د امنیت په موخه په لار اچول شوي، چې په کې ۱۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸۶ تنه ټپیان او دغه راز شپږ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د عملياتو پر مهال يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ګډو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
خو بل پلو وسله والو طالبانو بیا د کورنیو چارو وزارت دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او دا یې تش تبلیغات بللي دي.
د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له اداره خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ګڼ بریدونه تر سره کړي دي.
مجاهد ویلي چې په دې بریدونو کې یې ګڼو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او رنجر موټر او زغروان ګاډي یې له منځه وړي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېره یې نه ده ښودلې.
د کورنیو چارو وزارت د دغه عملیاتو او په کې د طالب وسله والو د مرګ ژوبلې خبر پر داسې مهال ورکوي، چې وايي دمګړۍ افغان ځواکونو په ګډه په ټول هېواد کې د ټاکنو د امنیت په موخه لاس په کار شوي او هڅه کوي، چې امنیت کابو کړي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین