۰

ولسمشر کرزي د اتو ماين پاکانو وژنه وغندله

چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۳۱
ښاغلي کرزي په خبرپانه کې ویلي، چې دغو ماین پاکانو غوښتل په سیمه کې ناچاودي توکي له منځه یوسي او عام افغانان د ماین له خطره وژغوري خو د افغانستان دښمنانو هغوی وژلي دي.
ولسمشر کرزي د اتو ماين پاکانو وژنه وغندله

افغان ولسمشر حامد کرزي په لوګر ولايت کې د اتو تنو ماين پاکانو وژنه په سختو ټکو غندلي ده او دا کار يې د افغانستان او سولي د دښمنانو بللى دى.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر کرزي د اتو تنو ماين پاکانو په وژنه سخت خواشيني دى او دا کار يې نه بخښونکى عمل بللى.
ولسمشر حامد کرزي ويلي چې دا کار د افغانستان د دښمنانو کمزوري په ډاګه کوي او په دې کار سره يې وښودل چې د جګړې توان يې د لاسه ورکړى او بزدلانه کارونو ته يې مخه کړې ده.
ښاغلي کرزي په خبرپانه کې ویلي، چې دغو ماین پاکانو غوښتل په سیمه کې ناچاودي توکي له منځه یوسي او عام افغانان د ماین له خطره وژغوري خو د افغانستان دښمنانو هغوی وژلي دي.
دغه ماین پاکان د ام ډي سي ماین پانکۍ موسسې اړوند کسان و، چې تېره ورځ د لوګر ولایت د میس عینک کان ته څېرمه پرې وسله والو برید کړی.
د رپوټونو له مخې دغه ډلې ماین پاکانو د مس عینک په توبګي سیمه کې د ناچاودو توکو په شنډولو بوخت و چې وسله والو پرې برید وکړ، ۸ تنه یې وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.
تر اوسه د دغه پښې مسؤولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخستی.
که څه تر دې وړاندې هم ماین پاکان د وسله والو له خوا نیول شوي خو بېرته خوشي شوي دي ولې دا لومړی ځل دی، چې وسله وال په دومره کچه ماین پاکوونکي وژني.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین