۰

بمي چاودنې لس تنه ټپیان کړل

چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۱۷
چارواکي وايي په زابل ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ښځو او یوه ماشوم په ګډون لس تنه ټپیان شول.
بمي چاودنې لس تنه ټپیان کړل

چارواکي وايي په زابل ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ښځو او یوه ماشوم په ګډون لس تنه ټپیان شول.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ غرمه مهال د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې پر سیمه ییزه پولیسو شوې ده.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د سیمه یزه پولیسو قوماندان عطا جان له سیمې د تېرېدو په حال کې وو.
سرچینې ویلي، چې په دې چاودنه کې درې محلي پولیس، دوې مېرمنې او یو ماشوم سخت ټپیان شوي او څلور تنه نور برسېرن ټپیان شوي.
تر اوسه پورې د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې هم پر یوه قومي مشر د سړک د غاړې په چاودنه کې د دغه قومي مشر دوه زامن او یو لسمی وژل شوي او خپله قوماندان او موټر چلونکی یې ټپیان شوي دي.
جمهور آژانس: زابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین