۰
مېرمن کلنټن:

د روسیې پر وړاندې سخت دریځ پکار دی

سه شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۳۶
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیر هېلري کلنټن وايي د امریکا متحده ایالت باید د روسیې پر وړاندې یو سخت دریځ غوره کړي.
د روسیې پر وړاندې سخت دریځ پکار دی

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیر هېلري کلنټن وايي د امریکا متحده ایالت باید د روسیې پر وړاندې یو سخت دریځ غوره کړي.
د جمهور آژانس هېلري

هغې زیاته کړې چې امریکا باید د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین پر وړاندې سخت دریځ خپل کړي ځکه په وینا یې زور او اراده یوازېنۍ ژبه ده، چې پوتین پرې پوهېږي.
کلنټن دغه غوښتنه د سختو انتخابونو په نوم د یادښتونو په کتاب کې کړې ده.
کلنټن په دې کتاب کې چې ښايي نن چاپ شي ویلي، چې امریکا باید د روسیې سره په خپلو نویو همکاریو کې د ځنډ تڼۍ (بټن) ووهي.
هغې زیاته کړې چې امریکا باید د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین پر وړاندې سخت دریځ خپل کړي ځکه په وینا یې زور او اراده یوازېنۍ ژبه ده، چې پوتین پرې پوهېږي.
ویل کېږي، چې د سختو انتخابونو په نوم د هلېري کلنټن د یادښتونو کتاب نن له چاپه راووزي.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین