۰
سپینه ماڼۍ:

د پنځو طالب مشرانو خوشي کېدل به د سولې له پروسې سره مرسته وکړي

سه شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۲۰
د پنځو طالب مشرانو خوشي کېدل به د سولې له پروسې سره مرسته وکړي
امریکا وايي، د یوه امریکايي سرتېري په بدل کې له ګونتانامو زندانه د پنځو طالب مشرانو د خوشي کېدو معامله به د افغانستان د سولې له پیلېدو سره مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼې نه یوازې د پنځو طالب مشرانو د خوشي کېدو معامله د سولې له پروسې سره ګټوره بللې، بلکې دا یې یو پر ځای ګام بللی دی.
د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د سپینې ماڼې د چارواکو له قوله راپور وکړی کړی، چې وايي، دا معامله کېدای شي د افغانانو تر منځ د سولې د پراخو خبرو اترو سبب شي.
د ولسمشر بارک اوباما ویاند حاش ایرنیسټ د امریکا او طالبانو تر منځ دې معاملې ته په اشارې سره ویلي«:«د وروستیو هلوځلو هدف دا و چې د بریګدال خوشي کېدا یقیني شي، دا کار وشو، که دا یو څه باور رامنځته کړي د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنخ به د خبرو لار هم اواره کړي.»
امریکا وړاندې هم یو ځل ویلي و، چې ښايي د دې طالبانو خوشي کېدل به د افغان سولې له پروسې سره مرسته وکړي، خو شنونکي وايي، امریکا دغه څرګندونې د خپل کار د توجهه کولو له پاره کوي، او دا یو پر ځای ګامو بولي، په داسې حال کې چې امریکا په دې معامله کې تر سخت فشار لاندې ده.
د امریکا د کانګر جمهوریت پال او ان د دیموکرات ګوند یو شمېر غړو د امریکا په دې کار نیوکه وکړه او د امریکا حکومت یې له وسله والو ترهګرو سره په معاملې تورن کړ.
باید وویل شي، چې څه موده وړاندې د پنځو خوشي شویو طالب مشرانو له ډلې د دو تنو خپلوانو هم لوېدیځو رسنیو ویلي و، چې خوشي شوي کسان به د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
د رپوټونو په وینا د ملا نورالله نوري او ملاخیرالله خیرخوا خپلوانو رسنیو ته ویلي وو، چې دوی دواړه هڅه کوي، چې د سولې په برخه کې هڅې پیل کړي.
دا چې خوشي شوي طالبان به څومره د سولې په برخه کې ګټور تمام شي هغه پوښتنه ده چې وخت به ورته ځواب ورکړي، خو دمګړی داسې راپورونه خپاره شوي، چې خوشي شوي پنځه واړه طالب مشران په قطر کې په یوه پټ ځای کې ساتل کېږي.
جمهور آژانس: کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین