۰

پاکستان بیا د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي

پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۳
رپوټونه وايي، پاکستاني پوځ د افغانستان پولې ته نېږدې د وسله والو طالبانو پر وړاندې هوايي عملیات پیل کړي او د ۱۵ وسله والو د وژلو ادعا یې کړې.
پاکستان بیا د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي

رپوټونه وايي، پاکستاني پوځ د افغانستان پولې ته نېږدې د وسله والو طالبانو پر وړاندې هوايي عملیات پیل کړي او د ۱۵ وسله والو د وژلو ادعا یې کړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې روپوټونه وايي پاکستاني پوځ نن تازه د افغانستان پولې ته د وسله والو پر یوه پتنځای بمبار کړی دی.
رویټرز اژانس د یوه جګپوړي پاکستاني پوځي چارواکي په وینا په پیښورکې وایي، پاکستاني پوځیانو نن لومړی د مځکې له لارې عملیات پیل کړل او بیا یې هوایي بریدونه وکړل.
په ورته وخت کې یوه بل چارواکي ادعا کړې، چې په دې برید کې یې لږ تر لږه ۱۵ تنه وسله وال وژلي خو تر اوسه کره معلومات نشته.
په پاکستانې کې د پوځ دغه عملیات پر داسې مهال پیل شوي، چې د دغه هېواد وسله والو طالبانو له حکومت سره ۴۰ ورځنی اوربند څو ورځې وړاندې پای ته ورساوه، خو ویلي و، چې د سولې خبرې ته به دوام ورکوي.
دا په تېرو دو میاشتو کې دوهم ځل دی، چې د طالبانو پر وړاندې هوايي پوځي عملیات تر سره کېږي.
دغه عملیات پر داسې مهال تر سره کېږي، چې هلته له طالبانو سره د پاکستان د حکومت مرکچي پلاوي له طالبانو د بیا اوربند غوښتنه کړې ده.
د دغه کمېتې غړي مولانا سمیع الحق تېره ورځ ویلي، چې له طالبانو سره خبرې بیا پلېدونکي دي او دوی د همدې خبرو په تړاو تېره ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر نثار چودري سره یوه ناسته درلوده.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین