۰

افغان طالبانو او حقاني شبکې ته د پاکستان خبرداری!

پنجشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۶
ډي نیوز د پاکستان د چارواکو له خولې ویلي، که افغان طالبان او حقاني شبکه غواړي چې د پاکستان دوستان و اوسي، نو هغه وخت را رسېدلی، چې دغه ډلې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ یو غوره کړي.
افغان طالبانو او حقاني شبکې ته د پاکستان خبرداری!

رپوټونه وايي، د پاکستان حکومتي چارواکو افغان طالبانو او حقاني شبکې ته کلک خبردارۍ ورکړی، چې یا د پاکستان له دولت سره شي یا هم د پاکستاني طالبانو له تحریک سره.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د چارواکو دغه خبردارۍ چې نن یې افغان طالبانو او حقاني شبکې ته ورکړی، د ډي نیوز ورځپاڼې په شمول ګڼو پاکستاني رسنیو راخستی دی.
ډي نیوز د پاکستان د چارواکو له خولې ویلي، که افغان طالبان او حقاني

دغه ورځپاڼې ویلي، پاکستان د افغان طالبانو دې ادعا هم په قار کړی چې وايي د نوامبر په ۱۱ مه د حقاني شبکې مالي مشر نصیرالدین حقاني په اسلام اباد کې آی ایس آی وژلی دی.
شبکه غواړي چې د پاکستان دوستان و اوسي، نو هغه وخت را رسېدلی، چې دغه ډلې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ یو غوره کړي.
دي نیوز ورځپاڼه وايي چې د حقاني شبکې او د پاکستان د آی ایس آی او پوځ د څو لسیزو ملګرتوب د نصیرالدین حقاني مرموزې وژنې تر سیوري لاندې راوستی دی.
دغه ورځپاڼې ویلي، پاکستان د افغان طالبانو دې ادعا هم په قار کړی چې وايي د نوامبر په ۱۱ مه د حقاني شبکې مالي مشر نصیرالدین حقاني په اسلام اباد کې آی ایس آی وژلی دی.
سرچینې وايي، نصیرالدین حقاني د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د روغې جوړې لپاره منځګړتوب کاوه خو کله چې حکیم الله مسود ووژل شو، د دواړو خواوو تر منځ د خبرو بهیر ودرېده.
دي نیوز ورځپاڼه وايي، د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې پاکستاني چارواکو په داسي حال کې افغان طالبانو
څو ورځې وړاندې رسنیو خبر ورکړ، چې د پاکستاني طالبانو د دوه ډلو د حیکم الله مسعود او خان سید سجنا ډلو تر منځ په شمالي وزیرستان کې سختې نښتې شوې، چې له دې نښتو وروسته د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد په یوه پیغام کې له قبایلو وغوښتل چې د طالبانو تر منځ د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
او حقاني شبکې ته خبرداری ورکړ چې له پاکستاني طالبانو سره د دوی همکاري ډېره شوې ده.
د پاکستان د حکومت دا خبردارۍ پر داسې مهال افغان طالبانو او حقاني شبکې ته ورکول کېږي، چې نن پاکستاني طالبانو د دغه هېواد سره ۴۰ ورځنی اوربند پای ته ورساوه.
په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ اختلافات او دغه راز د پاکستاني طالبانو تر منځ اختلافات مخ پر زیاتېدو دي.
څو ورځې وړاندې رسنیو خبر ورکړ، چې د پاکستاني طالبانو د دوه ډلو د حیکم الله مسعود او خان سید سجنا ډلو تر منځ په شمالي وزیرستان کې سختې نښتې شوې، چې له دې نښتو وروسته د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد په یوه پیغام کې له قبایلو وغوښتل چې د طالبانو تر منځ د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
له دې بیا څو ورځې وړاندې د افغانستان د ټولټاکنو پر مهال داسې خبرونه ورکړل شول، چې ګڼې په پکتیکا ولایت کې پاکستاني طالبانو غوښتل د ټاکنو پر مرکزونو برید وکړي، خو د افغان طالبانو له مخالفت سره مخ او جګړه ونښته چې د جګړې په ترڅ کې ۷ پاکستاني طالبان ووژل شول.
جمهور آژانس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین