۰
قانوني:

افغانستان له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی

يکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۳۸
د افغان ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وايي، افغانستان له پاکستان سره د دوستانه او پراخو اړیکو غوښتونکی دی.
افغانستان له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی
د افغان ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وايي، افغانستان له پاکستان سره د دوستانه او پراخو اړیکو غوښتونکی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې قانوني دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د پاکستان له سفیر ابرار حسین سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
که څه هم افغان دولت تر اوسه د دغه لیدنې په اړه څه نه دي ویلي، خو پاکستاني رسنۍ وايي، ښاغلي قانوني په دغه لیدنه کې پاکستاني سفیر ته ویلي، چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ قرباني شوي دي.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرو تر بریدونو لاندې دي او په دې برخه کې یې زیاتې قربانۍ ورکړې.
د پاکستاني رسنیو په حواله چې ښاغلي قانوني له ابرار څخه وغوښتل چې د دواړو هېوادونو په اړیکو او د اړیکو په پراختیا کې مثبت او فعال رول ولوبوي.
یونس قانوني، چې د ولسي جرګې غړی و، د فهیم قسیم له ناڅاپي مړینې وروسته د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال وټاکل شو.
که څه هم قانوني وايي، چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ قرباني دي، خو څو ورځې وړاندې د پاکستان ولسمشر ممون حسین د دغه هېواد بلوچستان ایالت ته د سفر پر مهال ویلي و، چې په پاکستانې کې روان کړکېچ افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د راتګ له امله رامنځ ته شوی دی.
خو بل پلوه بیا افغان دولت وخت پر وخت پر پاکستان نیوکه کړې، چې دغه هېواد د ترهګرۍ پالنه کوي، او دغه ترهګر پالنې نه یوازې افغانستان ناامنه کړی بلکې پاکستان هم ترې له خپلې لمنې اور اخستی دی.
جمهور آژانس: کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین