۰
پاکستاني رسنۍ:

د افغان ټاکنو بریالیتوب ښيي چې طالبان کمزوري شوي

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۴۳
نړیوال ځکه دغه ټاکنو ته ګوته په غاښ شول، چې وړاندې یې فکر کاوه چې نه به افغان ځواکونه د ټاکنو امنیت خوندي کړای شي او نه به هم په دمره کچه خلک د امنیتي ننګونو د وېرې له امله په ټاکنو کې برخه واخلي.
د افغان ټاکنو بریالیتوب ښيي چې طالبان کمزوري شوي
د وري یا حمل میاشتې په شپاړسمه د شنبې په ورځ په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې تر سره شوې، چې نړیوال یې حیران کړل.
نړیوال ځکه دغه ټاکنو ته ګوته په غاښ شول، چې وړاندې یې فکر کاوه چې نه به افغان ځواکونه د ټاکنو امنیت خوندي کړای شي او نه به هم په دمره کچه خلک د امنیتي ننګونو د وېرې له امله په ټاکنو کې برخه واخلي.
خو د افغانستان د تېرشنبې ټاکنې په قطعي ډول د نړیوالو د افکارو پر عکس راوختې او په دې ټاکنو کې دومره ولس ګډون وکړ، چې نړیوال یې په حیرت کې واچول.
افغانانو په دې ټاکنو کې نړیوالو او د سیمې هېوادونو ته وښوده، چې افغانان خپل برخلیک په خپله ټاکلی شي او کله چې تصمیم ونیسي د نړۍ هېڅ ځواک یې مخنیوی نه شي کولای.
همداسې وشول، څه باندې ۷ میلیونه افغانانو تصمیم نیولی و، چې په ټاکنو کې به برخه اخلي او د خپلې خوښې نوماند ته به رایه ورکوي، او د افغانستان راتلونکی برخلیک به ټاکي.
د شبنې په ورځ د هېواد په ګوټ ګوت کې نارینه او ښځینه جوفي جوفي د ټاکنو مرکزونو ته ځان ورساوه او خپلې رایې یې وکارولې.
افغان ولس له خپلو امنیتي ځواکونو ډېر خوښ ښکارېدل، او په خپلو خبرو کې یې ویل، چې افغان ځواکونو ولس ته پوره پوره ډاډ ورکړ، چې په هر رنګه شرایطو کې د خپلو هېوادوالو امنیت ساتلی شي.
د افغان ولس دغه ټاکنې او د امنیتي ځواکونو رول نه یوازې په کور د ننه بلکې په نړیواله کچه وستایل شو، د ملګرو ملتو د امنیت شورا، د امریکا ولسمشر اوباما، د هند بهرنیو چارو وزارت او دغه راز یو شمېر نور بهرنیو لوړپوړو چارواکو په خپلو غونډو کې د افغانستان له ټاکنو او امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د افغان ولس دې تاریخې کار وښوده، چې دا ولس نه ترهګر دي او نه هم ترهګري خوښي.
په کورنیو او نړیواله کچه لوړپوړو چارواکو په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان د تېرې شنبې ټاکنې د ترهګرو ډلو او وسله والو مخالفینو له پاره یو غاښ ماتونکی ځواب و.
که څه هم د چارواکو په خبره په دې ورځ د دولت وسله والو مخالفینو څه باندې شپږ سوه نظامي تحرکات درلود، خو د افغان پوځ د چارواکو په خبره چې دغه ټول تحرکات د افغان ځواکونو له خوا یا هم کنټرول کړای شوي او یا هم پر شا تمبول شوي دي.
خپل ولس چې په ټاکنو کې یې ګډون کړی و، وايي، چې دوی له هر رنګه ننګونې سره سره هوډ کړی و، چې په ټاکنو کې به برخه اخلي.
یو تن کابل ښاري عصمت الله وايي، څومره چې د وسله والو مخالفینو ګواښونه او بریدونه زیاتېدل هغومره د خلکو احساسات راپارېدل او په ټاکنو کې یې د ګډون پرېکړه کوله.
هغه وویل«اوس افغانان پوهېدلي، چې نړیوال څه غواړي او څه کوي او دغه راز ګاونډي هېوادونه څه کوي او څه غواړي، موږ پر دې پوه یو چې دوی یو باثبات او سوکاله افغانستان نه غواړي، نو خلکو پرېکړه وکړه چې سر په بیه به هم په ټاکنو کې ګډون کوي او خپل برخلیک به په خپله ټاکي.»
پاکستاني رسنیو او شنونوکو هم په خپلو لیکنو او څرګندونو کې د افغانستان تېرې ټاکنې یو بې سارۍ او تاریخي ګام بللی دی او ویلي یې دي، په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون د طالبانو د قوت په اړه شکونه او پوښتنې پیدا کړي دي.
د پاکستان (دي نېشن) ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې ویلي، د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې تر توقع د زیات شمېر افغانانو ګډون او د خلکو په راګرځولو کې د طالبانو ناکامۍ له دغه هېواده د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د ګډوډۍ او اغتشاش دورې ته د افغانستان په بېرته ستنولو کې د طالبانو د توان په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.
دي نېشن ورځپاڼه وايي، طالبانو ادعا کړې چې پر انتخاباتي مرکزونو، پولیسو او رای ورکوونکو یې پرون د انتخاباتو په لړ کې تر ۱۰۰۰ زیاتې حملې کړې او په لسګونو کسان یې وژلي او په انتخاباتو کې یې د ډېرو خلکو د ګډون مخه نیولې ده.
دي نېشن وايي چې د انتخاباتو په ورځ د طالبانو حملې تر هغو خبرداریو ډېرې وړې او تر دې ډېرې په ټیټه کچه وې چې تر ټاکنو مخکې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره کړي وو.
دغه ورځپاڼې زیاته کړې، چې د طالبانو د مرګ له خبرداریو سره سره د رای ورکولو په شرایطو شاوخوا په سلو کې ۶۰ افغانانو په انتخاباتو کې ګډون وکړ او د خپلې خوښې کاندیدانو ته یې رایې ورکړې.
پاکستاني مطبوعاتي لیکلي:«یوه افغان وویل هر رای ورکوونکی مرګ په طالبانو وايي.»
پاکستاني رسنۍ وايي، په انتخاباتو کې د خلکو ګډون له یوې خوا افغانانو ته د طالبانو ضعف څرګند کړ او له بلې خوا یې په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې دا احساس پیاوړی کړ چې له دیارلس کلونو وروسته افغانستان د سولې او ارام لور ته روان دی.
جمهور آژانس: کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین