۱
ولې ډاکتر عبدالله وړ نوماند دی؟
عبدالحفیظ منصور
 
نه باید د چارو واګې داسې کسانو ته وسپارل شي، چې علت مند او ناځواکه وي، یا یې هم عمر لوړ وي، چې خپل زیات وخت په ارام کې تېر کړي او یا هم په داسې ناروغۍ اخته وي، چې ځواک او توان یې له منځه وړی وي.
تاریخ انتشار : يکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۳۶
کد مطلب: 47527
 
ولې ډاکتر عبدالله وړ نوماند دی؟
 

نه باید د چارو واګې داسې کسانو ته وسپارل شي، چې علت مند او ناځواکه وي، یا یې هم عمر لوړ وي، چې خپل زیات وخت په ارام کې تېر کړي او یا هم په داسې ناروغۍ اخته وي، چې ځواک او توان یې له منځه وړی وي.
د تېرې پنشنبې ورځ چې د کب د میاشتې ۲۲ مه وه، د فکر او فرهنګ ټولنې له یو لړ مشورو وروسته پر دې سلا وکړه، چې د ۱۳۹۳ کال په ولسمشریزه ټاکنو کې خپل ملاتړ له ډاکتر عبدالله څخه اعلان کړي.
ډېری خواخوږي دا پوښتنه کوي، چې ډاکتر عبدالله کومه داسې ښې ګڼه لري، چې د ولسمشرۍ نور نوماندان ترې محروم دي او د فکر او فرهنګ ټولنې کوم داسې څه د ډاکتر عبدالله په وجود کې ویني، چې په نورو نوماندانو کې هغه نه ليدل کېږي.؟
د لیکوال له نظره ډاکتر عبدالله نه د پیغمبر صحابي دی او نه هم اسماني فرشته، بلکې د همدې وخت او همدې خاورې یو اوسېدونکی دی، چې د ژوند له ګرد و دوړو سره لتاړ دی، کله پر لار ځي او که کېني، په غم کې خفه وي او په خوښیو کې خوشحاله، د ثواب په لار کې ګامونه پورته کړي او کله چې تېر وځي نو تېروتنه یې پایداره نه وي، زر پښېمانه کېږي او د ملامتۍ ښکارندوي کوي، د ډاکتر د خبرو شونډې له نیمګړتیا او تېروتنې خالي نه دي، مګر د لیکوال په نظر اوسني حالت ته په کتو د ولسمشرۍ نوماند ریاست ته تر نورو سیالانو مخکې دی، هغه دلایل چې په دې اړوند یې یادونه اړینه ده، کولای شو په دې ډول وړاندې کړو:
لومړی: د ډاکتر عبدالله ډله چې د اصلاحاتو او همګرایۍ په نوم نومول شوې داسې کړنلارې تر لاس لاندط لري، چې د هغې پر بنسټ د افغانستان روان کړکېچ ته بنسټیزه رسیدګي په کې له واریه معلومېږي، له دې ډلې له ریاستي نظام نه د صداراتي نظام رامنځ ته کول، د والیانو نیمه ټاکنه، د سیاسي حزبونو پیاوړي کول، د ډېورنډ کرښې ته رسیدګي، له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې جوړول، زموږ دغه کړنلارې وايي، چې ډاکتر عبدالله د وړاندې تګ جوګه دی او کوښښ کوي، چې افغانستان له اونسي روان کړکېچ نه را وباسي.
دوهم: د ډاکتر عبدالله ټیم د جهاد او مقاومت ټیم دی، جهاد د افغانستان له نه انکارېدونکو ویاړونو څخه دی، چې په اساسي قانون کې یې هم یادونه شوې، افغانستان کلونو دې ته اړتیا لري، چې د چارو واګې باید د مجاهدینو په لاس کې وي.
درېیم: د اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم له پېژندل شویو، ځواکمنو او نفوذ لرونکو اشخاصو نه جوړ شوی او هر یو له دې کسانو څخه د ټولنې له منځ ته راپورته شوی او تر شا د خلکو پراخ ملاتړ لري، دغه کسانو خپل ډېر عمر د خپلو خلکو په منځ کې تېر کړی، د ژوند په ټولو ناخوالو، ترخو او خوږو کې له خپل ولس سره و، ډېرې تجربې یې تر لاسه کړې، په دې ترتیب یاد ټیم بریا د خلکو خوښه له ځان سره لري او کولای شي امن او ثبات رامنځ ته کړي.
په بله مانا د خلکو منځ ته د ورتګ پر مهال اړتیا نشته چې بهرني ساتونکي له ځان سره ولېږدوي او اړتیا نشته چې د خلکو د غوښتونو له پاره ژبان ته اړتیا ولري.
څلورم: د نسب له مخې عبدالله دوه رګی دی، پلار یې پښتون او مور یې تاجکه ده، همدغه دوه رګي یې د دې لامل کېدای شي، چې د افغانستان دوه لویو قومونو ته د منلو وړ وي او ښايي په دې قومي برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ نه شي، هغه په کابل ښار کې زېږېدلی، همدلته یې زده کړې سر ته رسولې، د افغانستان د ټولو قومونو له دود او دستور سره بلد دی او دا بلدتیا یې په برابره توګه تر لاسه کړې ده.

پنځم: عبدالله د ځوانۍ له پیل سره سم د مجاهدینو په لیکو کې و، سختې ورځې یې د جهاد په سنګرونو کې سفري کړې او د مقاومت پر مهال یې د بهرنیو اړیکو د مسؤول په توګه یې له بهرنۍ نړۍ سره ګڼې تجربې تر لاسه کړې، په دې مانا چې هم د مجاهدیو ملګری او مرسته کوونکی پاتې شوی او د هغوی ملاتړ له ځان سره لري او هم په بهر کې پېژندل شوې څېره ده، هم د پکول سره روږدی دی او هم له لوکسې نېکټایۍ سره.
شپږم: عبدالله په لوړو پوستونو دنده تر سره کړې، د افغانستان د ملي قهرمان له دستیارۍ نیولې د بهرنیو چارو د وزارت تر چوکۍ پورې نه کومه دوسیه لري او نه هم په شېرپور کې ځای ځایګی، بهر کې هم کوم ځای نه لري او نه هم هغه ته د کوم ځای نسبت شتون لري، هغه په کارته پروان کې د خپل پلار په کور کې ژوند کوي.
هغه رپوټونه چې موږ ته رسېدلي ویل کېږي، چې عبدالله په بهرنیو بانګونو کې کوم حساب نه لري او نه هم په بهر کې کوم ځای یوازې یو څه چې لري هغه دا دي، چې کورنۍ یې په ډهلي کې ژوند کوي او دغه څه د هغه چا له پاره چې د افغانستان د راتلونکي مشرتابه له پاره نوماندېزي د پام وړ ټکی دی چې باید اصلاح یې کړي، پر دې سربېره هغه څه چې نوموړي خپله په یوه تلوېزوني ناسته کې ويلي هغه دا چې دوهم واده یې له لومړی مېرمنې د نه خبرتیا په صورت کې تر سره شوی، هغه څه چې په افغانستان کې ډېرو خلکو ته عادي کار ښکاري، خو د ډاکتر عبدالله له پاره یوه تېروتنه ښودل کېږي چې خپله یې بښه پرې غوښتې، ښه دا شوه چې هغه دوهمه نکاح یې فسخه شوه.
اووم: عبدالله له بدني او روانی لحاذه پیاوړی دی، بې له شکه چې د یوه هېواد هغه هم د افغانستان په شان هېواد د مشرتابه له پاره چې شپه او ورځ کار ته اړتیا لري، بدني پیاوړتیا اړینه ده، نباید د هېواد د چارو واګې داسې کسانو ته وسپارل شي، علت لرونکی او نا ځواکه وي او یا یې هم عمر لوړ وي چې خپل زیات وخت په ارام کې تېر کړي او یا هم په داسې ناروغۍ اخته وي، چې ځواک او توان یې له منځه وړی وي.
اتم: له هغه وخته چې ډاکتر عبدالله پښه سیاست ته د ننه کړې د خپلو خبرو سره یې ډېر پام کړی په بله مانا ډاکتر عبدالله پوهېږي، چې څه و وايي، له بې ځایه او ترخو خبرو یې ډډه کړې، له مخالفینو او سیالانو سره یې په ادب سره چلند کړی د مذهبي، قومي او مذهبي افراطیت څخه لرې دی او په دې لار کې هېڅ تور ور پوړې نشته.
نهم: له شخصي نظره عبدالله په هغه ځایونو کې چې د درېدو او مقاومت غوښتنه ترې کېده درېدلی او په لومړۍ لیکه کې درېدلی او هېڅ وخت د سختۍ او کړکېچ په وخت کې نه دی لړزېدلی، مګر کله چې د هېواد ملی مصلحت مطرح شوی نو له ځانه یې وړ انعطاف ښودلی او له سر تمبګۍ نه یط ډډه کړې لکه څرنګه چې په تېرو ولسمشریزه ټاکنو کې ډېر کسانو ډاکتر عبدالله د ټاکنو د پایلو نه منلو ته هڅولو او له هغه یې غوښتل چې خپل پلویان لاریونونو ته را وباسي، مګر ډاکتر عبدالله دا پوه او درایت درلود، چې له خپل حق نه سترګې پټې کړي او پرېنږدي، چې افغانان د بحران خوا ته لاړ شي، افغانستان خود خواه یا خپل غوښتونکي اشخاص کم نه لري، مګر د سیاسیون په منځ کې یې ډېر کم کسان شته چې د ځان غوښتنې له پاره کومه پوله وټاکي او له هغې خپلې پېښې نه د باندې کوي، لنډه دا چې عبدالله یو ترکیب دی له سرسختۍ او انعطاف منلو نه چې هر له دې دواړو هر یو په خپل ځای او وخت کاروي.
لسم: ډاکتر عبدالله د بن په کنفرانس کې کلیدي رول درلود، هغه د ولسمشر کرزي صحنې ته په راوړلو کې تر هر بل چا فعال و، چې نن یې ملګري همدا پر مخ ور موښي، او خپله یې هم په وار وار ویلي، چې د بن پروسې اصل سم و، خو هغه تن چې صحنې ته راوړل شو، نا سم و او اوس هڅه کوي تر څو هغه خپله ناسمه بېرته سمه کړي، نو پر دې اساس هغه هغه همکاري چې له نړیوالې ټولنې سره یې لرله کولای شي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ ګټور تمام شي او له نړۍ سره د افغانستان اړیکې ټیکنې کړي.
د دې ټکي یادونه پر دې مانا ده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټول نوماندان ښېګڼې لري او باید هغې ته پاملرنه وکړ تر څو ولیدل شي، چې د دې نوماندانو په منځ کې کوم یو تر نورو ښه دی او کوم یې زیات توان او ځواک لري، دا د دې مانا نه لري، چې ټاکنو ته ولاړ نه شو، او ونه شو کولای د ولاړو نوماندانو له منځ نه یو د ولسمشرۍ له پاره ونه ټاکنو، اما دا کولای شو، چې وګورو کوم کس کمزوری او کم ځواکه دی، چې د افغانستان راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي. 
عبدالحفیظ منصور

Share/Save/Bookmark
 
 


 
محمد تقی اصغری
Germany
۱۳۹۳-۰۳-۱۲ ۱۹:۰۹:۱۱
لطفا به زبان فارسی ویرایش دهید (2279)